اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اي??ز صادق او ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفى شاه د اېسټر خوشحالۍ ??ه موقعه مسيحي ??رورولۍ سره تعلق لرونكو پارليماني غړو او مسيحي ??ولنې ته مبارکي وركړې ده٬ د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان كښې دوي هيله څرګنده كړه چې اي??ټر به ټولې مسيحي ??رورولۍ ??پاره د خوشحالو يو پېغام ثابت شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په خپل بيان كښې ووئيل چې حضرت عيسى عليه السلام د مينې، زغم او ورورولۍ تبليغ لپاره پاك پروردګار رالېږلے وو۔ د هغوي د مينې پېغام نن هم ټولو قوميتونو او ورورولو كښې همغږۍ ته وده وركولو او نړۍ كښې امن باوري كولو لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل چې هېواد ته د پېښو چيلنجونو مقابلې لپاره بايد په خپلو صفونو كښې اتحاد پيدا كړؤ٬ سپيكر په پاكستان كښې مېشته ټولو اقلیتونو ته په آئین كښې او د قائداعظم د لارښودنې د اصولو له مخې ترلاسه حقونو ته د تحفظ وركولو عزم تكرار كړو۔ ده په پاكستان كښې د مېشته مسيحي ??ولنې د حب الوطنۍ د جذبې او د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ ??پاره د هغوي د بې لوثه خذمتونو ستائنه وكړه۔ په دې موقع ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفى شاه هم مسيحي ??رورولۍ سره تعلق لرونكو پارليماني غړو او مسيحي ??ولنې ته مبارکي وركولو سره د هېواد په پرمختګ کښې د دوئي د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل اسلام اقليتونو ته مساوي حقونه او دوئي سره د اعتدال چلند كولو تعليم وركوي۔ د قائداعظم د 11 اګست 1947ء وينا ته اشاره كولو سره ده ووئيل د پاكستان آئين ټولو اقليتونو ته د مذهبي رسمونو د ادا كولو آزادي وركړې ده۔
د اسپیکر او ډپټی اسپیکر مسیحی ورورولۍ ته د ایسټر مبارکي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں