لاهور 20 جون (اے پي پي) د لاهور د احتساب عد??لت په رمضان شوګر ملز ريفرنس كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ صدر، د وزيراعظم شهباز شريف د مستقل حاضرې څخه د معافې خواست منظور كړو، عد??لت وزيراعظم شهباز شريف ته د پېشې څخه مستقل استثنا وركړه. د احتساب عد??لت جج محمد ساجد علي اعوان د رمضان شوګر ملز د رېفرنس اورېدنه وكړه. د ګل په ورځ د اورېدنې په مهال وزيراعظم شهباز شريف عد??لت ته وړاندے شو او د خپلې مستقل حاضرې څخه د استثنا خواست ئې وكړو. د پنجاب وزيراعلٰی حمزه شهباز لخوا د بجټ سيشن مصروفياتو په وجه د يوې ورځې د حاضرې څخه د استثنا خواست وكړے شو او عد??لت منظور كړو. وزيراعظم شهباز شريف د اورېدنې په مهال په عد??لت كښې بيان وركولو سره ووئيل چې په چنيوټ كښې د نالې تعمير د ځائي اېم پي اے په خواست شوے او دې لپاره د صوبائي كابينې څخه منظوري هم ترلاسه كړې شوې وه. ما د وزيراعلٰی په توګه تل د اولس خېر ښېګړې ته ترجيح وركړې. د ګني بېعه ټاكلو په وخت د شوګر ملونو په ځائ د كروندګرو مفادات په نظر كښې ساتل شوي دي. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې هغه كله هم عد??لت طلب ك??ے، خپله پېشي ئې باوري كړې ځكه چې دا زما فرض هم دي او ذمه واري هم. اوس زما په اوګو لويه ذمه واري ده، د قومي ذمه وارو ادائيګې لپاره مو د حاضرې څخه د استثنا خواست كړے. وكيل امجد پروېز عد??لت ته خواست وكړو چې وزيراعظم ته دې د عد??لت پېشې څخه مستقل استثنا وركړې شي. د نېب پراسيكيوټر د خواست مخالفت كولو سره ووئيل چې په تېر خواست استثنا په طبي بنيادونو اخستل شوې وه او علاج لپاره بهر لاړو، اوس يوازې په دې خبره خواست شوے چې شهباز شريف وزيراعظم دے. عد??لت دې خواس?? رد كړي. عد??لت د وزيراعظم شهباز شريف حاضري مكمل كړه او وزيراعظم ته ئې د تللو اجازه وركړه. عد??لت د دلائل اورېدو نه پس د شهباز شريف د مستقل حاضرې د معافې په خواست پرېكړه محفوظ كړه او لږ وخت پس ئې اورولو سره د مستقل معافې خواست منظور كړو او وزيراعظم ته ئې د پېشې څخه په مستقل توګه استثنا وركړه. عد??لت د بريت په خواست د وكيلانو څخه نور دلائل طلب كولو سره اورېدنه د جولائي تر 5مه نېټه وځنډوله.
په رمضان شوګر ملز ريفرنس كښې عدالت د وزيراعظم شهباز شريف د حاضرې څخه د معافې خواست منظور كړو
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena