دوشنبه۔2جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شر??ف له پاکستاني پلاوي سره په دوه ورځنۍ دوره دوشنبه ته ورسېد۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دوشنبه هوائي مېدان تاجك ??زيراعظم قاهر رسول زاده، د توان او آبي وسائلو وزير دلير جمعه، تاجك ??ائب وزير خارجه فرخ شريف زاده، د دوشنبې ښار ميئر جمشيد تبرزاده ٬ په پاکستان کښې د تاجکستان سفير يوسف شريف زاده ٬ په تاجكستان كښې د پاكستان سفير محمد سعيد سرور ٬ اعلې سركاري او سفارتي اهلكارو وزيراعظم ته هركلے اووې۔ په دوشنبه هوائي مېدان وزيراعظم شهباز شريف س??ه خپل تاجك ??مڅنګ قاهر رسول زاده ملاقات وكړو او خبرې اترې ئې وكړې۔ وزيراعظم شهباز شريف په دوشنبه كښې د اسماعيل ساماني يادګار ته لاړو او په قبر ئۍ د ګل??نو څادر خپور كړو۔ اسماعيل ساماني د منځنۍ آسيا يو تاريخي شخصيت او د تاجكستان قامي اتل دے كوم چې په نهمه او لسمه پېړۍ كښې د تاجكستان او خراسان په سيمه حكومت كولو او تاجك ??ام ئۍ د تاريخي پرمختګ په لاره روان كړو
وزيراعظم شهباز شريف د خپل پلاوي سره دوشنبه ته ورسيد ٬ تاجك وزيراعظم ٬ وزيرانو او سينئر سركاري چارواكو لخوا هركلے
Reliable portal for instant messaging, sports and entertainment
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں