لاهور۔6 ستمبر(اے پی پی) د استحكام پاكستان صدر او وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د 6 ست??بر دفاع ورځ په اړه جاري كړي خپل بيان كښې وئيلي دي سږ كال به مونږ له د دفاع ورځ د وفا ورځې په توګه د لمانځلو لوظ كول وي ولې چې په پاك پوځ ټول قام وياړي او سپاه سره وفا كښې د ګران هېواد بقاﺀ ده۔ ده ووئيل په 6 ست??بر كال 1965 زمونږ مېړنو ځواكونو دښمن ته په سبق ښودلو سره د مړانې هغه دستانونه رقم كړل كوم به چې تل ياد ساتلے شي۔ ده ووئيل په دې كښې شك نشته چې زمونږ ځوانانو په ظاهري توګه زيات وسائل لرونكي دښمن ته ماتې وركړه۔ ده ووئيل هېواد نن هم د ترهګرۍ او د دښمن ناپاكه چالونو سره مخ دے او په دې سختو حالاتو كښې يو وارې بيا هر پاكستانے وګړے د پاك پوځ ترڅنګ د اودرېدو لوظ پخلے كوي۔ عبد العلیم خان ووئيل د 6 ست??بر ورځ زمونږ د ټولو وينه ګرموي او مورني وطن لپاره د قربانيو عزم تازه كوي۔ ده ووئيل د دفاع ورځې په موقع مونږ ټول پاكستانو ځواكونو ته سلام كوؤ۔
د دفاع ورځې په موقع پاكستانو ځواكونو ته سلام كوؤ: عليم خان
Clown Wild Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر