كراچۍ 23 جون (اے پي پي)د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيري شازيه عطا مري د پخواني صدر مملكت آصف علي زرداري مور او بلاول بهټو زرداري د نيا په مړينه خوايشني ښودلي ده۔د غمرازۍ په خپل پيغام كښې شازيه عطا مري پخواني صدر آصف علي زرداري د مور او چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د نيا په مړينه د غم دړد څركندونه كولو سره وئيلي چې د مور په شان عظيم هستۍ مرګ يوه لويه صدمه وي۔دې ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو او هغوې سره غمرازي كوو۔دې دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena