اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي)اټارني جنرل يف پاكستان خالد جاوېد خان وئېلي دي چې شهباز شريف له به د عدالتي كاروائي څخه بچ كولو لپاره د نواز شريف مېډيكل رپورټس په لس ورځو كښې دننه جمع كول وي٬كه چرې شهباز شريف د خپل ورور مېډيكل رپورټس عدالت ته ور نه كړې شول نو د هغه په ضد كاروائي كېدې شي۔جسټس عائشه ملك په سپريم كورټ كښې تعيناتي ډېره لويه خبره ده٬دې سره به د مېرمنو ډاډګيرنه وشي٬د هغې د تعيناتۍ چا هم مخالفت نه دې كړې٬هغه وړاندې تللو سره پاكستان چيف جسټس هم جوړېدې شي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې عدالت په طبي بنيادونو نواز شريف ته د علاج لپاره د بهر هېواد ته د تللو اجازه وركړې وه خو د عدالت لخوا علاج لپاره وركړې شوې مهلت ختمېدو باوجود هېواد ته د راتللو لپاره تيار نه دې۔شهباز شريف د خپل ورور ضمانت په لړ كښې ځكه هغه ته خط ليكلې شوې چې نواز شريف دې بېرته راوستلې شي۔
شهباز شريف له به د عدالتي كاروائي څخه بچ كولو لپاره د نواز شريف مېډيكل رپورټس په لس ورځو كښې دننه جمع كول وي۔اټارني جنرل
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین