اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) پاك فضائيه خېبرپښتونخوا ، سندھ، بلوچستان او جنوبي پنجاب سيلاب ځپلي سيمو كښې ريسكيو او ريليف آپريشنز لپاره زيات وسائل وقف كړې دي۔د اتوار په ورځ د پاك فضائيه د اړخه جاري شوې بيان كشې وئيلي شوې چې پاك فضائيه چوركلي ځپليو سيمو كښې راشن، داروګان او ضروري سامان ايئر ډراپ كارروائيو كښې په زړه پورې برخه اخلي دغسې د پي اے اېف اهلكار هم سيلاب ځپليو بحالۍ عمل كښې د سول انتظاميې سره هر ممكن مرسته كوي۔ ډپټي چيف آف ائير سټاف ايډمنسټريشن ائير مارشل حامد رشيد رندھاوا د حيدرآباد سره نزدې پي اے اېف ريليف كيمپ څارنه وكړه۔ده سيلاب ځپليو له په وركړې شوې آسانيو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده لري پرتو سيمو كښې سمدستي كارروائيو او امدادي كارروائيو په روان ساتلو د پي اے اېف ايمرجنسي ريسپانس ډلو پيشه وره پوهه وستائله۔دې څخه وړاندې ائير آفيسر كمانډنګ ناردرن ائير كمانډ ائير وائس مارشل حكيم رضا سيدو شريف ډيټ د اړخه د مرستي هلو ځلو هم څارنه كړې۔ځائې وګړو او سول انتظاميې د پي اے اېف د مرستي او بحالۍ هڅې وستائلي۔
د پي اے اېف اهلكار د سيلاب ځپليو بحالۍ عمل كښې د سول انتظاميې هر ممكن مرسته كوي۔پاك فضائيه
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil