اسلام آباد ۔ 16 جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار افغان ??ول?? سره په طورخم او چمن كښې د بارډر كمپلېكس جوړولو پرمختيائي كارونو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي ټولې محكمې دې د منصوبو په وخت پايې ته رسول باوري كړي چې ورسره به سيمه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي۔ ده د جمعې په ورځ په دې اړه د يوې جائزه غونډې مشري كوله۔ غو??ډه كښې د خزانې سېكتر ٬ ?? اقتصادي چارو ډويژن سېكتر ٬ کوارټر ماسټر جنرل آف پاکستان آرمی، کنټری ډائرېکټر ایشیائی ترقیاتی بېنک، ډائرېکټر جنرل اېن اېل سی، پراجېکټ ډائرېکټر آئی ټی ټی اېم اېس او او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو۔ پراجېکټ ډائرېکټر د خزانې وزير په منصوبه پېشرفت څخه خبر كړو۔ په دې مهال د آسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټرغونډې ته ووئيل اے ډی بی د آسيائي سيمه ايز اقتصادي مرستې تر سېوري لاندې پېل كړې شوي تجارت لپاره مه??ه راهداري نظر كښې نيولو سره يوه مه??ه منصوبه ګڼلې شي۔ د خزانې وزير د ټولو شراكتدارونو هڅې ستائلو سره په منصوبو تر دې دمه شوے پېشرفت د اطمينان وړ وګرځولو۔ ده ووئيل دا منصوبه ?? اقتصادي راهدارۍ په توګه د پاكستان پرمختګ او سيمه ايزې رابطه كاري زياتولو سره په اړوند حكومتي وژن اډانه ده۔ دې سره به په طورخم او چمن كښې په بارډر کراسنګ پوائنټس د پراسسنګ په دورانيه كښې كمې راشي۔ ده په ټولو شراكتدارو زور راوړو چې ددې منصوبې په ټاكلي وخت كښې پايې ته رسول باوري كړي۔
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار افغان پولې سره په طورخم او چمن كښې د بارډر كمپلېكس جوړولو پرمختيائي كارونو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena