اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاکستان افغانستان كښې امن او استحكام لپاره تل ځانګړې كردار لوبولې٬ افغانستان كښې امن لپاره پاكستان د روسيې د تعميري كردار هركلے كوي٬ د نړۍ په اوسنيو حالاتو كښې د پاكستان خارجه پاليسي ډېره ښه ده او دې څخه ښې كاميابۍ ترلاسه شوې دي?? اولس مشر ممنون حسېن داخبرې د زيارت په ورځ د نېشنل سكول آف پبلك پاليسي كښې تربيه ترلاسه كوٶنكو افسرانو ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ ترجيح ده ٬ په دې ??ړ كښې زمونږ د اخلاص نتيجې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د افغانستان د ن??وړ?? وضعې آغيز په پاكستان هم كېږي دې لپاره پاکستان افغانستان كښې استحكام لپاره د ټولو هلو ځلو كاميا??ۍ لپاره د زړه د خلاصه كار كوي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل افغانستان كښې امن لپاره پاكستان د روسيې د تعميري كردار هركلے كوي٬ د نړۍ په اوسنيو حالاتو كښې د پاكستان خارجه پاليسي ډېره ښه ده او دې څخه غوره كاميابۍ ترلاسه شوې دي?? ده ووئيل اردو زمونږ قامي ژبه ده كومه چې دفتري ژبه جوړول پكار دي دې سره به مسئلې نه پېدا كېږي ۔ د ووئيل د سترې محكمې پرېكړې نه پس ما په اردو كښې وېنا كړې۔ ده ووئيل پوهتونونو له پكار ده چې د جديد علومو د كتابونو ژباړنه په اردو كښې وكړي دغسې چې د ټولنې يوه طبقه علم نه محرومه پاتې نشي۔ ده ووئيل هېواد څخه به د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمه زر وكړې شي۔ ده ووئيل د نېشنل اېكشن كاميا??ۍ لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو سره سره وسله والو ځواكونو هم مهم كردار لوبولې۔ اولس مشر ووئيل د فاټا اصلاحاتو عمل به په كاميابۍ سره ترسره كولې شي او په دې ??ړ كښې به ټول شراكت دار په باور كښې اخستلې شي ۔ اولس مشر ووئيل د هېواد پاليسۍ په سم لوري روانې دي چې په نيتجه كښې ئې د هېواد معيشت ښه كېږي او سرمايه كاري زياتېږي۔ ده ووئيل پاكستان د لوي څښتن په فضل لوے ګام پورته كولو تيارۍ كوي چي پكښې د قوم ټولو ډلو له د خپلې برخې كار كول پكار دي?? په دې موقع اولس مشر د تربيه ترلاسه كوٶنكو افسرانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔
پاکستان افغانستان كښې امن او استحكام له تل ځانګړې كردار لوبولې
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha