كوئټه 23 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په پرمختيائي پروژو كښې سبېځلتيا راوستلو٬صوبه كښې ټېكنيكل پوهنتون جوړولو٬ د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام ترمخه 5 لكه كورنيو لپاره د لس اربه روپو مالي معاونت او د ځوانانو لپاره د لېپ ټاپ سكيم اعلان كولو سره وئېلي دي بنيادي آسانيو نه وركولو سره بلوچستان د نورو صوبو څخه وروستو پاتې شوے٬پرمختيائي پروژو كښې به سستي ونه زغملې شي٬د بې دركه كسانو معامله به د قانون او مېرټ له مخې حل كولې شي٬شريك اتحاد او يو والي سره به ترهه ګرۍ له ماتې وركولې شي۔كراچۍ-كوئټه-چمن ستره لاره اوس به د پرمختګ او څوكالۍ لاره جوړېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د خضدار-كچلاك قامي سترې لارې اېن 25 سېكشن ون او ټو د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دستوره كښې لنډ مهاله ګورنر جان محمد جمالي٬د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو٬وفاقي وزيرانو احسن اقبال٬مولانا عبدالوسع٬اسد محمد٬شاه زين بكټي٬د بلوچستان نېشنل پارټي مشر اختر مينګل٬پارليماني غړو٬صوبائي وزيرانو٬د اسمبلۍ غړو٬د سيمې مشرانو او اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل نن ورځ زمونږ لپاره لويې اهميت لري۔قائداعظم په كوئټه كښې د صوبې د مشرانو يوې لويې غونډې ته خطاب كړے ؤ او د بلوچستان سردارانو او مشرانو د پاكستان په جوړولو كښې د هغه مرسته كړې وه۔ ده ووئېل دا صوبه د خپلواكه بلوچو٬پښتنو او نورو قامونو صوبه ده۔د قائداعظم د پيروكار او پاكستان خادم په حېث دلته راغلے يم۔جغرافيائي لحاظ سره بلوچستان د هېواد لويه صوبه خو د آبادۍ په لحاظ سره تر ټولو وړه صوبه ده۔ ده ووئېل دا صوبه بېلو چېلنجونو سره مخ ده٬دلته بنيادي آسانۍ نشته۔د پرمختګ او څوكالۍ په زغل كښې بلوچستان شاته پاتې شوې٬لويې څښتن بلوچستان په زړه پورې معدني وسائل وركړي۔په بلوچستان كښې د پن برېښنا پروژې لګېدې شي۔ ده ووئېل د ريكوډېك معامله په نړيوال عدالت كښې زيرسماعت ده٬په اربونو روپۍ په هغې خرڅ شوي٬دا زمونږ د اجتماعي بصيرت او كاركردګۍ امتحان ؤ چې پكښې په تېر وخت كښې ناكامه شوي يو او دا زمونږ اجتماعي او انفرادي ناكامي ده٬مونږ له به د تېر وخت د غلطو څخه زده كړه كول وي او په اتحاد او اتفاق سره به په بلوچستان كښې د پرمختګ مزل مخ په وړاندې بوتللے شي۔ده ووئيل په تېر دور كښې د ترهه ګرۍ له امله لويې زيان شوے۔پښتانه او بلوچيان په نخښه كړے شوي٬په ټول هېواد كښې د ترهه ګرۍ په نتيجه كښې لويې زيان شوے خو دې سره سره د قربانو يو اوږد دستان دے او د خېبرپښتونخوا د اولس د قربانو هېڅ مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ وسله والو ځواكونو٬قانون نافذ كوونكو ادارو او اولس لويې قربانۍ وركړي۔د دغه قربانو په وجه په ترهه ګرۍ قابو موندلے شوے۔په اوسنو كښې ترهه ګرو يو ځل بيا سر پورته كړے او د هغې په وجوهات مونږ خبر يو ۔ ده ووئېل په اتحاد او يو والي به ترهه ګرۍ له ماتې وركوو۔وزيراعظم ووئيل بلوچستان د مختلف وجوهات په وجه د پرمختګ په مزل كښې شاته پاتې شوے٬د بلوچستان د محرومو څوك انكار نشي كولے۔د صوبې مشرانو٬صوبائي اسمبلۍ غړو او نورو چارواكو سره خبرې شوي او د پرمختيائي پروژو او دامن ورځې جاج اخستلے شوے ٬ ده ووئېل دلته د بې دركه كسانو خبره شوې۔وكيلانو هم دا معامله پورته كړې او پرمختيائي كارونو سره سره د دې مسئلې حل كولو خواست يې كړے ۔دغسې سردار اختر مينګل هم تاكيد كړے او د دې معاملې ذكر كوي٬ زه به د چارواكو سره خبره كوم او د قانون او مېرټ له مخې به دا مسئله حل كولې شي۔وزيراعظم ووئيل خضدار كچلاك سترې لارې جوړولو سره به د ټرافېك پیښې كمے لرې شي٬هره ورځ به په دې پیښې رامخې ته كېدے٬د 330 كلوميټر دوه سېكشن د بنياد تيګه اېښودلې شوې۔د دې د لارې به د څوكالۍ او پرمختګ يو نوے دور پېل شي٬ ده ووئېل په پروژه كښې به سستي ونه زغملې شي ٬ دې سره سره به په نورو پروژو هم كار پیل كړے شي۔وزيراعظم ووئيل ما سپارښتنه كړی كه د دې منصوبې لپاره پري كواليفيكشن نه وي شوے نو د پري كواليفيكشن كولو سره دې داسې كنټرېكټرز له كار وركړر شي كوم چې په ښه ډول كار وكړي او د مواصلات وزارت دې پخپله د منصوبې نګراني وكړي۔وزيراعظم ووئيل د منصوبې په بشپړولو به 200 اربه روپۍ لګښت راځي٬د وړومبي سېكشن ټهيكه په 18 اربه وركړی شوې٬دا څلور اړخيزه منصوبه ده اول به دا بشپړولې شي٬د دې نه پس كه حاجت پیښ شو نو دا به شپږ اړخيزه كولې شي او د هغې به هم جاج اخستلې شي۔وزيراعظم ووئېل دا لوظ كوم چې په لږ وخت كښې دا منصوبه بشپړه كرې شي۔ده ووئيل په بلوچستان كښې د معدني وسائلو څخه په بشپړه توګه استفاده نه ده شوې٬په دغه وجه به تاسو وروستو پاتې شوې٬ده ووئيل د پنځه لكه كورنيو لپاره بېنظرانكم سپورټ ترمخه د لس اربه روپو مالي معاونت اعلان كوم۔په وړومبنو دريو مياشتو كښې به دا مالي معاونت ټولو كورنيو ته ترلاسه كېږي خو د دې باوجود كومې كورنۍ چې خپل بچي سكول ته نه لېږي د هغوي لپاره به دا سهولت بند وي ځكه چې هم دغه ماشومان زمونږ سباؤن دے۔وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت يو مخلوط حكومت دے٬د كوم يو ګوند حكومت نه دے او په اتحاد كښې شامل ټول لارښود په ګډه يو تاريخ جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل په كوئټه كښې اولس له د مزل ښه او معياري آسانيو وركولو لپاره دې د مېټرو بس سروس لپاره فزيبلټي رپورټ جوړ كړے شي٬د بلوچستان زده كونكو له به لېپ ټاپ وركولې شي دغسې چې د هغوي په لاسونو كښې ټوپك نه لېپ ټاپ وي او د خپلو كورنيو لپاره پكار راشي۔وزيراعظم په كوئټه كښې د يو ټېنكيل پوهنتون جوړولو اعلان كولو سره ووئيل زه به پخپله د دې پوهنتون د جوړولو نګراني كوم او دا به په هېواد كښې يو ښه پوهنتون وي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف ته د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو روايتي پګړۍ په سر كړه۔
د اختلافات نه پرته به د بلوچستان او پاكستان لپاره يو كېدل وي٬پرمختيائي پروژو كښې به سستي ونه زغملې شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د خضدار-كچلاك قامي سترې لارې اېن 25 سېكشن ون او ټو د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil