چاغي 04 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د بلوچ سټوډنټس آرګنائزېشن سينئر نائب صدر شفقت ناز بلوچ ملاقات كړې. د آرګنائزېشن لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې ملاقات په اسلام آباد كښې د سېنېټ چيئرمېن په دفتر كښې شوے. د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن په پنجاب كښې د بلوچ زده كوونكو د ستونزو نه خبر كړے شو. د سېنېټ چيئرمېن د دوي د ستونزو حل كولو باور وركړو او وې وئيل چې د هېواد په پرمختګ كښې د زده كوونكو مهم كردار دے، زده كوونكي دې خپل تعليم ته پام وكړي.
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے