ګاهکوچ 02 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ګلګت بلتستان دورې په مهال د جمعې په ورځ ضلع غذر كښې سیلاب ځپلي خصوصی صلاحیتونه لرونكي ةوې داسې ماشومي سره ليدلي دي د كومې چې د سیلاب په مهال مور ، 6 وروڼه خويندي او نيا مړه شوې ده ۔وزیراعظم د ماشومي په سر د شفقت لاس كېښودو او د ماشومي پلار ته ورغاړه وتل او هغه سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې وزیراعظم د ماشومي سره خبرو كښې ووئيل ستا غم د بيانولو نه دے، په دې سخت وخت كښې ټول قام ستا سره ولاړ دے۔وزیراعظم د غذر سیلاب ځپليو سره خبرو كښې ووئيل زه بيا بيا د دې ماشومي د غم ذكر كوم۔په دې موقع وزیراعظم د ماشومي تعلیم او درملني لپاره د 50 لکهه روپو اعلان كولو سره سپارښتنه وكړه چې د ماشومي په نامه دې اینډومنټ فنډ جوړ كړے شي۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د ماشومي درملني لپاره دې هر ممكن وسائل وكارولې شي۔
وزیراعظم محمد شهباز شریف په غذر كښې خصوصی صلاحیتونه لرونكې ماشومي سره وليدل
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔