نیویارك 22 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان کي مون سره په نيويارك كښې لېدلې دي ۔د ملاقات په مهال وزيراعطم د كشمير مسئله پورته كړې او بان كي مون ته ئې د هند ل??وا د بې ګن??ه كشميريانو د وژلو ثبوتونه وركړې او د رياستي ظلمون?? او د بربريت ښكار بې ګن??ه وګړيو عكسونه ئې هم ښودلي دي ۔ په دې موقع بان کي مون د قابض هندي پوځ لخوا د پېلټ ګن?? كارولو او د ظلم او بربريت عكسونه په كتلو افسوس وكړو ۔ وزیراعظم د مقبوضه کشمیر په وضعه د بان كي مون د بيان مننه وكړه۔ وزیراعظم په تېرو 74 ورځو كښې په مقبوضه كشمير كښې د ل??و كسانو د شهادت او په ھغٶي د پېلټ ګن?? كارولو نه هم بان كي مون خبر كړو د كوم په سوب چې په سلګونو خلق نابينا شوې ۔ وزیراعظم د هندي ځواكونو لخوا د ظلم او بربريت په مهال د زرګونو كسانو د ژوبل كېدو نه هم عمومي سېكتر خبر كړ?? او هغه ته ئې ووئيل د پېلټ ګن?? كارولو په سوب ماشومان او مېرمنې نابينا شوې دي ۔ وزیراعظم بان كي مون مقبوضه سيمه كښې د پرله پسې كرفيو ٬ د كشمري مشرانو نيولو ٬ د ژوبل شويو درملنې نه انكار او په خاص توګه بينائي ځپلې شوي?? او د پېلټ ګن?? ښكار كسانو په درملنه نه كولو د هندۍ روېي نه خبر كړو ۔ وزیراعظم نواز شریف خپلو چيټو كښې د سلامتي كونسل د 5 غړو هېوادونو مشران٬و نړيوالې ورورولغ او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پام د كشمير وضعې پلو ګرځولې دې ۔ ده د بان كي مون نه غوښتنه وكړه چې په مقبوضه وادۍ كښې د ماروائے عدالت مرګونو تحقيقات وكړي او د ملګرو ملتونو فېكټ فاېنډنګ مشن دې د مقبوضه كشمير د وضعې پلټنې وكړې ۔ د ملاقات په مهال بان كي مون له مقبوضه كشمير كښې د هند ل??وا د بشري حقونو د خلاف ورزيو ثبوت هم وركړو ۔ وزیراعظم ټېنګار وكړو چې هند دې د سلامتي كونسل د چارټر عملي كولو پابند كړې شي ۔ عمومي سېكتر ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مهم او فعاله كرداراو نړۍ كښې امن او استحكام لپاره د هڅو هم ستائنه وكړه
وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مقبوضه كشمېر كښې د هند لخوا د بې ګناه كشميريانو د وژنو ثبوتونه وركړه او د رياستي ظلمونو او د بربريت ښكار بې ګناه وګړيو عكسونه ئې هم بان كي مون ته وښودل
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین