پينډۍ 12 فروری (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د اتوار په ورځ جنوبی وزیرستان ایجنسۍ ته لاړو چرته چې هغه د ځوانانو سره ورځ تيره كړه۔ د آئی اېس پی آر ډائریکټر جنرل آصف غفور لخوا ??ار?? شوي بیان له مخې جنوبی وزیرستان ??ه په رسيدو جنرل آفسر کمانډنګ سرلښكر ق??ر جاويد باجوه له په بارډر سیکیورټی منیجمنټ او د كډوالو ستنيدو او بحالۍ پشمول په امنيت او د استحکام په اوسني صورتحال بریفنګ وركړو۔سرلښكر جنوبی وزیرستان كښې په روان پرمختيائي كارونو او ښه بارډر سیکیورټی منیجمنټ په لړ كښې په پورته كړې شويو ګامونو د اطمینان څرګندونه وكړه۔ سرلښكر د جنوبی وزیرستان په وړاندې مورچو تعینات ځوانانو سره هم ملاقات وكړو او د هغوي د مړانې او حوصلې ستائنه ئې وكړه۔ سرلښكر د پوځي هڅو په حمایت د ځائي انتظامیې او قبائلی مشرانو کردار هم وستائلو۔سرلښكر ووئيل پاك پوځ به د حکومت د اړخه فاټا د ځائي قبائلو د خوښې ترمخه قامی چوكاټ كښې د شاملولو هڅو ملاتړ روان ساتي۔ دې نه وړاندې جنوبی وزیرستان ایجنسۍ ??ه په راتږ د پېښور كور کمانډر لیفټېننټ جنرال نذیر احمد بټ د سرلښكر هركلے وكړو
سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ جنوبی وزیرستان ایجنسۍ ته لاړو
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado