اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي اوس داسې حالا?? نه دي رامخې ته چې د ټول ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي٬ د ا??ېک??ن د نيټې اعلان نه پس چا ته د الېكشن په كولو شك نه دے كول پكار ٬ د الېكشن كمېشن د ټاكنو تابيا پحقله د سكيورټي پشمول ټول ضرورتونه به ترسره كوٶ۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په مركه كښې ده ووئيل د ا??ېک??ن د نيټې اعلان نه پس چا ته د الېكشن په كولو شك نه دے پكار ، وړومبې وئيلے شول چې د دوي په نيت كښې فرق دے ځكه د الېكشن نيټه نه اعلانوي٬ اوس چې په اتفاق سره 8 فروري باندې د ټاكنو نيټه اعلان كړې شوه نو شك پاتي نه دے ۔ ده ووئيل ټول ټاكنې الېكشن كمېشن له كول دي څه چې د ھغوي ضرورت وي ھغه به ترسره كوٶ۔ ده ووئيل د كمېشن لخوا ټاكنو لپاره 42 اربه روپۍ بجټ غوښتے شوے ٶ ٬ په وړومبي پړاٶ كښې لس اربه روپۍ وركړې شوي٬ بيا ووئيل شول چې 17 اربه 40 كروړه دې راكړې شي دغسې د خزانې وزار?? نه الېكشن كمشن ته 27 اربه 40 كروړه روپۍ وركړې شوي او پاتې به د ضرورت په وخت وركولې شي، ده ووئېل ا??ېک??ن کميشن سره به د امنيت پشمول هره مرسته كوٶ۔ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د امنيتي اندېښنو او د ډنډورو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا مهال داسې حالا?? نه دي رامخې ته چې مونږ په وسوسو يا په بل سوچ اموخته شو، نه د يوې ادارې لخوا څه داسې خبره شوې ۔ ده ووئيل د سكيورټي حالات وړاندې هم وٶ اوس هم دي٬ د كال 2008 او د كال 2018 د الېكشن حالات د ټولو په وړاندې دي۔ ده ووئيل اوس داسې حالا?? نه دي چې د ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلاول بهټو نه تاسو خپله پوښتنه وكړې چې ھغه ته چا وئيلي چې په صوبه كښې د وزارت اعلٰې د كانديد نامه فائنل شوې، زمونږ په حساب سره په څلورو واړو صوبو كښې ټولټانكې كېدل دي او په دې كښې به ټول ر??سټرډ سياسي ګوندونه په آزادۍ سره برخه اخلي او ??ر سياسي ګوند ته د سياسي هلو ځلو اجازه ده ۔ ده يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووېيل بلاول بھټو به اطلاع لري چې نواز شريف په څلورم ځل وزيراعظم جوړېدونكے دے٬ مونږ ته خو داسې كومه اطلاع نه د راغلې۔ ده ووئيل ر??تلونكے وزيراعظم به څوك وي د دې پرېكړه به د راتلونكېوټولټاكنو نتيجي كوي
د ټول ټاكنو نيټې اعلانولو نه پس د الېكشن په كولو شك پكار نه دے ٬ داسې حالات نه دي رامخې ته چې د ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي٬ ټاكنې به په اتمه فرورۍ كېږي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ