اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د جمعې په ورځ د مادر ملت محترمه فاطمه جناح 54م تلين ده، زما كورنۍ لپاره دا تر ټولو زياته د اعزاز خبره ده چې د كال 1964م په ټاكنو كښې زما تره چوهدري الطاف په لوېديځ پاكستان كښې د هغې د قافلې په مهمو مشرانو كښې و. وفاقي وزير د جمعې په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې په جهلم كښې د محترمې فاطمه جناح د هركلي يو يادګارعكس هم شريك كړو او وې وئيل چې په جهلم كښې د مادر ملت د هركلي كولو زمونږ د مشرانو يادګار عكس زمونږ اثاثه ده
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری