دادو 27 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د دادو ضلعې په جهاكرو كلي كښې د سېلاب ځپليو د لګولې شوو ??يم?? دوره وكړه او هغوي ته د وركړے شوو آسانيو ئې جاج واغست۔په دې موقع د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه هم موجود ؤ ۔په دې مهال وزيراعظم ته په دادو ضلع كښې د سېلاب له امله د شوي زيان٬د مرستې هلو ځلو او بحالۍ اقدامات په اړه ??فصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د سېلاب څخه پ?? ضلع كښې تراوسه 37 كسه مړه ??و 22 ژوبل شوي٬د ژوبل شوو شمېره كښې هره ورځ اضافه كېږي۔د دې نه علاوه په لاكهونو ايكړه وريژې او ولاړ فصلونه تباه شوي٬په لاكهونو څاوري هم اوبو كښې لاهو شوي۔د سېلاب اوبو اودرېدو په وجه د غنمو كر د ځنډ ښكار دے٬ د اوبو ويستلو لپاره اقدامات كېږي او هيله ده چې د 8 نه تر 10 ورځو به اوبه ويستلې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د سېلاب ځپليو لپاره په ټول?? ضلع كښې 17 خيمې او 200 څخه زيات د مرستې كېمپونه جوړ كړې شوي٬ د وسله والو او سول ادارو اهلكار رېس??يو??رېليف او د بحالۍ په عمل كښې په ګډه كار كوي او د مرستې په كېمپونو كښې ځپليو ته ټولې آسانۍ وركړې كېږي۔د سېلاب ځپليو لپاره مېډيكل كېمپس هم جوړ كړې شوي٬د سېلاب له امله د ضلعې ټولې سيمې ځپلې شوي٬د ??يم?? او نورو ضروري څيزونو ضرورت دے٬د خلقو كورونو ته د تللو نه پس به هغوي ته د استوګنې لپاره د نورو ??يم?? هم ضرورت وي٬د دې نه علاوه واټر سپلائي٬سړكونو٬روغتونونو٬سكولونو او د بنيادي ډهانچې بيا رغونې لپاره هم په زيات مقدار د فنډز ضرورت به وي۔وزيراعظم په ??يم?? كښې د سېلاب ځپليو لپاره د جوړ كړي مېډيكل كېمپ هم دوره وكړه او د رنځورانو څخه د طبي آسانيو په اړه ??ې پوښتنه وكړه ??و هغوي له يې باور وركړو چې د علاج ښه آسانۍ به باوري كولې شي۔وزيراعظم په ??يم?? كښې د جوړ شوي عارضي سكول هم څارنه وكړه ??و هلته يې د ځپليو بچو سره خبرې وكړې۔په دې موقع وزيراعظم ځپليو ماشومانو ته د ښه تعليم آسانۍ وركولو لپاره د سمارټ سكول جوړولو هم اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده ٬ د سېلاب ځپلو مرستې لپاره ټول په ګډه كار كوي او په سخت وخت كښې د ځپليو مرسته كېږي۔دغسې وزيراعظم د سېلاب ځپليو رېس??يو??رېليف او بحالۍ لپاره شوي اقدامات وستائېل
وزيراعظم محمد شهباز شريف د دادو ضلعې په جهاكرو كلي كښې د سيلاب ځپليو د خيمو دوره ٬ د آسانيو يې جاج واغست
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina