لاهور۔16مئی (اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وز??ر محسن نقوي وئيلي دي چې په اوور بلنګ خلقو ته د کروړونو روپو ريفنډ ترلاسه كېدل پېل شوي دي٬ د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد به فعاله کاروائي کولې شي، پاسپورټ اخستو سره اړوندې مسئلې حل شي، زما ټول ملکيت اعلان کړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په جي او آر كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وز??ر ووئيل دا وارې نه يوازې دا چې اوور بلنګ ختم شوے دے بلكه خلقو ته ريفنډ ترلاسه كېدل هم پېل شوي دي او باور لرم چې په راتلونكو ورځو كښې به د لاهور په څير په نورو ضلعو كښې هم وګړو ته په اووربلنګ كښې ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل 23 اربه روپۍ د كشمير حكومت اكاؤنټ ته رسېدلې دي او اوس به د آزاد كشمير حكومت له دا پېسه اولس ته ريليف وركولو له كارول وي۔ ده ووئيل چې د ډېرو خلقو دا اعتراض وو چې په آزاد كشمير كښې د بدامنۍ د صورتحال حل كولو لپاره زه ولې آزاد كشمير ته تلے نه يم۔ ده ووئيل زه دا سپيناوې كوم چې د 18م بدلون څخه وروستو په صوبو كښې په ناامنۍ قابو موندل د صوبو خپله ذمه واري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دبۍ كښې ليكس كښې رامخې ته شوې د ده د كورودانې پراپرټي كال 2017 څخه وه كومه چې ډېكلئيرډ وه۔ ده ووئيل زما كورودانې په برطانيه كښې هم جائيدادونه لري كومو كښې چې ځينې په ميراث كښې ترلاسه شوي دي او ځيني يۍ اخستې دي٬ دا نزدې 10 يا 12 كاله مخكښې اخستې شوي دي۔ ده ووئيل زما ټول جائيدادونه ډېكليئرډ دي۔ ده ووئيل كه ماسره كوم قانوني رقم دے نو زه د هغې ټېكس وركوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل كه د كے پي كے وز??راعلی په پېسو برېښنا ترلاسه كول غواړي نو مونږ به هغه سره مرسته كوؤ۔ ده ووئيل د كے پي كے وز??راعلی سره ملاقات شوے وو او زما خيال دے هغه به د آئين څخه لرې خبره نه كوي۔ د كچے په سيمه كښې د آپرېشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې اړه پوليس چارواكو سره خبره شوې ده ٬ آپرېشن كاميابۍ سره روان دے٬ كه ضرورت وي نو رېنجرز به هم تعينات كولې شي۔ په اسلام آباد كښې د خبريال د بې دركه كېدو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې داخله وز??ر ووئيل آ??ی جی اسلام آباد سره خبره شوې ده په دې لړ كښې كه كوم خواست راشي نو په هغې به كارروائي كولې شي
په اوور بلنګ وګړو ته ريفنډ ترلاسه كيدل پيل شوي دي٬ د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد به كارروائي كولې شي٬ داخله وزير محسن نقوي
Mysterious Soul Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔