اسلام آباد۔7 جون(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د پارليمنټ شريكې غونډې ته د صد?? مملكت په خطاب بحث د جمعې په ورځ هم روان پ??تې شو۔ د بېلو ګوندونو غړو د صدر خطاب بشپړ ګرځو??و سره د ترهګرۍ ختمولو او د معيشت استحكام لپاره د اقدامات په حاجت زور راوړو٬ غړو سیاسي خبرو اترو لپاره د سياسي چاپېريال جوړولو غوښتنه وكړه۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د صد?? مملكت په خطاب بحث كښې د قامي اسمبلۍ غړي جاوېد حنیف ووئيل آصف علي زرداري اولنے سویلین صدر دے كوم چې دوه وارې صدر ټاكلے شوے۔ ده ووئيل د صدر په خطاب كښې د حكومتي ايجنډې ذكر نه ؤ۔ دا مهال هېواد د معيشت٬ د سياسي استحكام نشتوالي او د ترهګرۍ مسئ??و سره مخ دے كومې به چې حل كول وي۔ تر كومې چې ښكته كچې څخه خلق د مسئلو حل كولو كښې شامل نه كړے شي زمونږ مسئلې به دغسې موجود وي۔ ده ووئېل د هېواد په نظام كښې بنيادي بدلونونو ته اړت??ا ده۔ ټولو ادارو له به په ګډه عظيم مصالحت له كار كول وي۔ ده ووئېل امنيتي خطرې موجود دي خو مونږ يو بل سره په جنګ يؤ۔ صاحبزادہ حامد رضا ووئيل صدرمملکت په خپل خطاب كښې د خبرو اترو خبره كړې خو دې لپاره به سياسي چاپېريال جوړول وي۔ عائشه نذیر جټ ووئيل د حكومت اولنۍ ذمه واري امن بحالول دي۔ عمېر خان نیازي ووئيل صدر د ریاست مشر وي او د هغه خطاب پارليمان لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل د صدر په خطاب كښې د خبرو اترو زكر كړے خو په داسې چاپېريال كښې سياسي خبرې نشي كېدې۔ ده ووئيل د ټاكنو بے ضابطګو په اړه انكوائري نه ده شوې ٬ په دې اړه اقدامات ضروري دي۔ ده ووئيل زمونږ معيشت ستونزو سره مخ دے۔ په هېواد 127 اربه ډالر پور پورې دے٬ معاشي ستونزو حل كولو له به جدي ګامونه پورته كول وي۔ د سنی اتحاد کونسل عبدالطیف ووئيل صد?? مملكت په خپل خطاب كښې د كم پرمختګ كړو سيمو د هېواد نورو برخو سره سمولو خبره كړې خو د دغې برعكس د هېواد وروستو پ??تې ضلع چترال كښې مهمې منصوبې پ?? اېس ډی پی څخه ويستلې شي۔ ده ووئېل د هېواد معيشت ستونزو سره مخ دے خو سياسي استحكام سره معيشت مستحكم كېدے شي
ټولو ادارو له به په ګډه عظيم مصالحت له كار كول وي٬ د پارليمنټ شريكې غونډې ته د صدر مملكت په خطاب د بحث په مهال د قامي اسمبلۍ غړو د خيالاتو څرګندونه
CQ9 इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ