اسلام آباد۔11جولائی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په فېډرل بورډ آف ریونیو كښې اصلاحات او بشپړ ډیجیټائز??شن زمونږ د معاشي بقا مسئله ده٬ په ټول پورټس دې كسټمز آپريشنز كرپشن فري جوړولو له كوټلي ګامونه پورته كړې شي٬ صنعتونو او مصنوعاتو ته تحفظ وركولو له دې انډر انوائسنګ ختم كړې شي٬ د كسټمز ډيوټي بشپړه نفاذ له دې عصري ټېكنالوجي ٬ مصنوعي ذهانت او آلات وكارولې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګ??دو??ه وزيراعظم په خپله مشرۍ كښې د پاکستان کسټمز او فېډرل بورډ آف ریونیو چ??رو سره اړونده غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې د اقتصادي چ??رو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير اورنګزیب، د خزانې او محصولاتو وزير مملكت علی پروېز م??ک ، د پلاننګ كم??شن ډپټی چیئرمېن جهانزیب خان، اټارنی جنرل منصور اعوان ، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل ، د قامي اسمبلۍ غړي بېرسټر عقیل م??ک ، د اېف بي آر چیئرمېن زبېر ټوانه او نورو اړوندو اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل چې د کسټمز څانګه د پاكستان د ملا تير حېثيت لري۔ په فېډرل بورډ آف ريونيو كښې اصلاحات او بشپړ ډیجیټائز??شن زمونږ د معاشي بقا مسئله ده۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې اېف بي آر او نورو اد??رو كښې د روانو اصلاحاتي منصوبو تھرډ آډټ دې په هره كچه باوري كړې شي۔ په فېډرل بورډ آف ریونیو كښې روان ټول اصلاحات او د ډیجیټائز??شن ټولې منصوبې دې د يو چھت لاندې راوستلې شي٬ د اېف بي آر انفورسمنټ نظام ښه كولو سره دې محصولات زياتول باوري كړې شي۔ د پاکستان په هر يو پورټ دې کسټمز آپرېشنز سپېځلې او كرپشن فري جوړولو له بشپړه ګامونه پورته كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د كسټمز ډيوټي بشپړه نفاذ له دې عصري ټېكنالوجي ٬ مصنوعي ذهانت او آلات وكارولې شي۔ صنعتونو او مصنوعاتو ته تحفظ وركولو له دې انډر انوائسنګ ختم كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د انفورسمنټ د لارې چې څومره هم ريونيو جمع شوې ده د هغې تفصيلات دې وړاندې كړې شي۔ د شپنګ څانګې د آپرېشنز حوالې سره دې رېګولیټری فرېم ورک عملي كړې شي۔ د کسټمز وېب بیسډ ون کسټمز سسټم دې تھرډ پارټی آډټ وكړې شي۔ په غونډه كښې د پاكستان كسټمز چ??رو او اصلاحات په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې د پاكستان كسټمز چارې په بشپړه توګه خود كار نظام ته منتقل كړې شوي دي۔ په كسټمز نظام كښې اصلاحات لپاره د نړيوال معيار پوهانو خذمات ترلاسه كړې شوي دي۔ د دې اصلاحات د لارې به نوې سسټم راوړلے شي كوم به چې په عصري مصنوعي ذهانت اډانه لري۔ په كال 24 ۔2023 كښې د درآمدات او برآمدات 72.4 فیصد برخه د ګرين چنېل د لارې كليئر كړې شوه۔ جولائی 2023 څخه تر جون 2024 پاکستان کسټمز د ویلیو ا??شن کنټرولز د لارې د 240 اربه روپو اضافي ريونيو ترلاسه كړه كومه چې د تېر كال په مقابله كښې 80 فيصده زياته ده۔
په ايف بي آر كښې اصلاحات او بشپړ ډیجیټائزیشن زمونږ د معاشي بقا مسئله ده٬ په ټول پورټس دې كسټمز آپريشنز كرپشن فري جوړولو له كوټلي ګامونه پورته كړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
बीएसपी कार्ड गेम प्रतिष्ठित सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں