پېښور 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په هېواد كښې د ګرانۍ مخنيوي لپاره مو احساس راشن ??رو??رام پېل كړے دے چې له مخې به ئې اوړه٬ غوړي او دالونه په دېرش فيصده ټيټه بيعه وركولې شي، بل يو ??رو??رام به پېل كوٶ چې له مخې به ئې 20 لكه د انتهائي کم آمدن كورنيو ته د سود نه غېر قرض وركوٶ٬ د هرې مستحق كورنۍ يو كس به هنر مند كوٶ۔ ګرد پنجاب كښې په جنورۍ كښې هېلت انشورنس وركوٶ٬ د بلوچستان اعلٰې وزير هم د هيلت انشورنس پرېكړه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په ګورنر هاٶس پېښور كښې د احساس کفالت ??رو??رام له مخې د چېكونو د وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر ثانيه نشتر، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ، وزيراعلي محمود خان او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې 25 كاله وړاندې كله چې تحريك انصاف جوړ كړے شو نو زمونږ منشور واضح ٶ چې پاکستان يو اسلامي فلاحي رياست جوړول دي۔ ده ووئيل احساس راشن رعايت ??رو??رام اجراء سره به وګړو ته اوړه٬ غوړي٬ تېل او دالونه په دېرش فيصده رعايت وركولې شي، د احساس راشن ??رو??رام مجموعي لګښت 120 ربه روپۍ دے٬ د ??رو??رام څخه به دوه كروړه كورنۍ او نزدې 13 كروړه كسان مستفيد شي كوم چې د هېواد د مجموعي آبادۍ تقريباً 53 فيصده دي، د مياشتې د 50 زره نه كم آمدن كورنۍ به د دې ??رو??رام څخه د استفادې اهل وي۔ اهل مصرف كوٶنكي ته به په مجموعي خريدارۍ 30 فيصده رعايت وركولې شي، دا رعايت به په اوړو٬ غوړو٬ تېلو او دالونو وركولې شي٬ د کريانه سټور مالکان په دې ??رو??رام كښې رجسټرډ كېدې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د صحت كارډ اجراء ه?? د ??لته نه شوې وه، اوس د نوي پاكستان كارډ پېل ه?? د ??لته نه كولې كېږي كوم چې دې صوبې لپاره يو اعزاز دے، د يو اېن ډي پي رپورټ دې چې د كال 2013 نه تر كال 2018 په خېبرپښتونخوا كښې په زياته تندۍ سره غربت كښې كمې راغلے ٬ دا صوبه ترهګرۍ سره زياته ځپلې شوې وه۔ ده ووئيل اوس صوبه كښې په وړومبي ځل 30 فيصده خلقو ته هېلت انشورنس ترلاسه شوې، بې وسه كسانو لپاره د كېنسر درملنې لپاره روغتون جوړ كړے شوے۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا نړيواله وباء په مهال په بنديزونو نه لګولو په ما ډېر تنقيد شوے خو اوس نړۍ دا وائي چې پاكستان په ښه ډول خپل ځان د كورونا وائرس وباء د سخت صورتحال نه بهر كړې او نړيوالې مجلې “دي اكانومسټ” هم خپل رپورټ كښې ليكلي دي چې د كورونا وباء په مهال پاكستان خپل خلق او معيشت دواړه بچ كړي۔ ده ووئيل ټول پنجاب ته هېلته انشورنس وركوٶ٬ د بلوچستان وزيراعلي هم د هېلت انشورنس وركولو پرېكړه كړې ده٬ كوم كوم ځائ چې زمونږ حكومت دے هلته به ه??ې كورنۍ ته درملنې لپار?? لس لكه روپۍ وركوٶ٬ د درملنې سهولت وركول مونږ د فلاحي رياست په پلو بوځي ٬ دا مهال مونږ زده كوٶنكو ته د سكالرشس په مد كښې 47 اربه 63 لكه روپۍ وركوٶ، سکالرشپس به په مېرټ وركولې شي٬ په راتلونكو لسو كلونو كښې ب?? لس بندونه جوړوو، زمونږ هېواد ډېر په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل دلته پټرول او ډيزلو بيعه د نړۍ د زياتره هېوادونو په مقابل كښې ټيټه ده۔
په هېواد كښې د ګرانۍ مخنيوي لپاره مو احساس راشن پروګرام پېل كړے دے٬ د ډېر كم آمدن كورنيو ته به د سود نه غېر قرض وركوٶ، د هرې مستحق كورنۍ يو كس به هنر مند كوٶ۔ عمران خان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار