اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ګل په ورځ د اسلامي پرمختيائي پانك ډلې چيئرمېن ډاكټر محمد سليمان الجاسر ليدلې دي څوك چې د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل 48مې غونډه كښې ګډون لپاره پاكستان ته راغلې۔وزيراعظم عمران خان په دې موقع د اسلامي پرمختيائي بانك د پاكستان سره د اوږدې مودې د باور وړ شراكتداري٬توان٬ماليات٬مواصلات٬تعليم او روغتيا پشان بېلو څانګو كښې د مرستې اعتراف كړې۔ده د كووېډ 19 ويكسين اخستلو لپاره پاكستان سره مرسته هم ستائېلې چا چې قامي ويكسينېشن كمپائن كښې تر ټولو زياته مرسته كړې۔ډاكتر الجاسر وزيراعظم ته د اسلامي پرمختيائي بانك پروګرامونو په اړه بريفنګ وركرو كومو كښې چې افغانستان هیومینټیرین ټرسټ فنډ فعاله كول هم شامل دي كو چې د افغان اولس بشري او معاشي مرستې ضرورت له مخې 19 دسمبر 2021 په مهال اسلام آباد كښې شوې اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه كښې قائم كړې شوې۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړې چې پاكستان اسلامي پرمختيائي بانك سره خپل شراكتدارۍ ته ډېر اهميت وركوي او د پرله پسې مرستې او اړيكو زياتولو منتظر دے
وزيراعظم عمران خان سره د اسلامي پرمختيائي بانك ډلې چيئرمېن ډاكټر محمد سليمان الجاسر وليدل
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste