اسلام آباد 13اګست (اے پی پی) صدر عارف علوی وئيلي دي د پاکستان او پولینډ ترمينځه د تجارت په څانګو كښې د مرستي زياتولو زيات امکانات شته، د دواړه هېوادونو شريكې ګټې لپاره کاروباری او اقتصادی مرستي زياتولو ته اړتيا ده، د پولینډ سرمایه كار دې د پاکستان سرمایه کار دوسته پالیسۍ او ښه امنيتي چاپيرچل څخه ګټه پورته كړي۔ ده پاکستان كښې د پولینډ موده پوره كونكي سفیر پیوتر اوپالنسکی سره خبري اتري كولي چا چې د جمعې په ورځ ده سره د مخه ښي ملاقات كولو۔ صدر ووئيل د پاکستان او پولینډ ترمينځه د تجارت په څانګو كښې د مرستي زياتولو پراخه امکانات شته، دواړو هېوادونو له شريكي ګټې لپاره کاروباری او اقتصادی مرستي زياتولو ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل پاکستان كښې د سرمایه كارۍ ښې موقعې شته، بايد د پولینډ سرمایه كار د پاکستان سرمایه كار دوسته پالیسی او ښه امنيتي چاپيرچل څخه ګټه پورته كړي۔ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه كلتوري مرستي مستحکمولو ته اړتيا ده، دواړه هېوادونه د قامی ورثې تحفظ ، د كلتوري پلاويو تګ راتګ او اولسي رابطو د لاري اړيكي زياتولې شي۔په دې موقع د پولینډ سفیر د حکومت پالیسۍ ستائلو سره ووئيل پاکستان په ښه ډول پرمختګ كوي، بايد ځوانان په پاکستان كښې د ښو معاشی موقعو څخه ګټه پورته كړي۔
د پاکستان او پولینډ ترمينځه د تجارت په څانګو كښې د مرستي زياتولو زيات امکانات شته، صدر عارف علوی
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد