اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزيراعظم ش??باز شريف خپل كويتي همڅنګ شيخ احمد عبد الله الاحمد الصباح سره ټيليفوني خبرې وكړې په كومو كښې چې دواړو يو بل له د اختر مباركي وركړه٬ دواړو لارښودو د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په شمول بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پي اېم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ش??باز شريف د كويت ورور اولس او د ګردې نړۍ د مسلمانانو امن او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ش??باز شریف ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف هغه وخت د كويت امير سره ملاقات ك??ې وو كله چې هغه د كال 1990-91 په مهال د عراق د قبضې له امله په عارض توګه طائف كښې مېشته وو۔ د پاكستان لخوا دغه وخت د يو والي څرګندونه د دواړو هېوادونو ??رم??نځه د نزدې او تلپاتې اړيكو ثبوت دے۔ د كويت وزيراعظم په زړه پورې ډول د خپلو نېكو جذباتو او هيلو څرګندونه وكړه او د دواړو هېوادونو ??رم??نځه پخوانۍ ملګرتيا او همكاري ??ۍ وستائله۔
د وزيراعظم شهباز شريف خپل كويتي همڅنګ شيخ احمد عبد الله الاحمد الصباح سره ټيليفوني خبرې ٬ د اختر مباركي ٬ د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په شمول بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز