اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شرين مزاري وئېلي دي چې د جسټس عائشه ملك په سپريم كورټ كښې د وړومبۍ مېرمن جج ټاكنه په پاكستان كښې د مېرمنو لپاره يو لويې قدم دے۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې هغې جسټس عائشه ملك مباركي وركولو سره ووئيل چې د جسټس عائشه ملك د لاهور هائي كورټ د جج په توګه يو مثالي رېكارډ دې۔هغې ووئيل چې د مېرمن ججز په سپريم كورټ كښې ترقۍ لپاره دا وړومبۍ ځانګړې قدم دے نورې ځينې ځانګړې مېرمن ججز هم دي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج