اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د حضرت محمد صلی الله علېه وآله وسلم پاك ژوند په هر مېدان كښې زمونږ لارښودونه كوي ٬ په ټولنيزو ستونزو قابو موندلو او د اولس اخلاقي تربيت كولو له به د حضور نبي كريم صلی الله علېه وآله وسلم تعليمات د لارې مشال جوړول وي ، نبی آخرالزمان صلی اللہ علیه واله وسلم نرمې خبرې كوؤنكې او تر ټولو غوره معلم ؤ كوم چې د اتحاد ٬ اتفاق ٬ انساني احترام ٬ د قانون سرلوړۍ ٬ انصاف ٬ مساوات او اخلاقياتو درس وركړو٬ مسجد نبوي څخه يو نړيوال انقلاب پېل شو ٬ په اسلامي نړۍ او پاكستان كښې حقيقي بدلون راوستلو له به مسجد او محراب له خپل بنيادي كردار ترسره كول وي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ ايوان صدر كښې دوه ورځني قومي رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د كنفرنس سرخط “اتحاد او اتفاق لپاره د جوماتونو ٬ مدرسو ٬ خانقاه او امام بارګاه كردار” غوره كړې شوې دې۔ كنفرنس ته د مذهبي چارو وفاقي وزیر پیر محمد نور الحق قادري ، د اسلامي نظریاتي كونسل مشر ډاکټر قبله ایاز ، د مذهبي همغږۍ او منځني ختیځ لپاره د وزیراعظم ځانګړي استازي علامه طاهر محمود اشرفي ، د مذهبي چارو وفاقي سېکتر سردار اعجاز احمد خان جعفر ، صاحبزاده سلطان احمد علي باهو ، مولانا ضیاﺀ الله شاه بخاري ، علامه عارف حسېن واحدي او نګهت هاشمي هم وینا وکړه. كنفرنس كښې د وفاقي وزير سید شبلي فراز او علي محمد خان په شمول د وزيراعظم خصوصي مرستيال ملک امین اسلم ٬ آفتاب جهانګیر ، پارلماني غړو ، د صوبائي اسمبلیو غړو ، د هیواد له ګوټ ګوټ څخه نامتو علماﺀ كرامو او ګڼ شمېر خلكو ګډون وكړو۔ صددر مملكت كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل سنت نبوي (ص) د ژوند په هره څانګه كښې زمونږ لارښودنه كوي ٬ د حضور ﷺ په ژوند كښې مسجد نبوی ﷺ د مدينې رياست د ټولو هلو ځلو مركز ؤ۔ مسجد نبویﷺ د عدالت او عبادت خانې كردار هم ادا كړو۔ هغه ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ ٬ يو والي او د قوم اخلاقي تربيې لپاره به اسكول ٬ جوماتونه ٬ منبر ميډيا او كورنۍ ادارې مضبوطول وي او د دې ادارو د لارې به د قوم د ځوانانو تربيه كول وي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل په غيبت قابو موندلو له به ميډيا او د ټولنې ټولو وګړو له د ذمه وارۍ احساس كول وي دغسې چې د ټولنې د ھرې يوې خرابۍ مخنيوي وكړې شي۔ هغه ووئيل د صدر منصب سنبالولو نه وروسته ما اسلامي نظرياتي كونسل او د مذهبي چارو وزارت ته د خط د لارې د قوم اخلاقي تربيې لپاره د خپل كردار ترسره كولو ووئيل۔ هغه ووئيل په دغه خط كښې ما اولس ته د پاكۍ اهميت په ډاګه كولو ٬ د اوبو په كارولو د احتياط كولو ٬ د هېواد شين او ښېرازه جوړولو او مېرمنو ته د هغوي د وراثتي حقونو وركولو له جوماتونو ٬ منبر او محراب له د خپل كردار ترسره كولو تاكيد وكړو۔ هغه ووئيل د علماﺀ كرامو او اولس مرستې او د غوره تګلارې په نتيجه كښی مونږ كاميابۍ سره په كورونا قابو وموندلو۔ صدر مملکت د كنفرنس په كولو د مذهبي چارو وزارت او وفاقي وزير ته مباركي وركړه۔ صدر مملکت د 12 ربیع الاوّل په موقعه پاكستاني اولس او ګردې اسلامي نړۍ ته مباركي وركړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقی وزیر نور الحق قادري ووئيل په ټولنه كښې اتحاد او اتفاق پېدا كولو له به د اسلام تربيتي نظام خپلول وي٬ علماﺀ كرام دې د خپل منصب احترام كولو سره منبر او محراب څخه درس وركړي او د مذهبي كركې دې حوصله شكني وكړي۔ ځوانان دين ته راغب كولو له دې علماﺀ كرام خپل بيان او لهجه كښې خوږ والې پېدا كړي۔ علامه طاهر محمود اشرفی كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل د مدينې رياست په ډول رياست جوړولو له به د سيرت طيبه نه لارښودنه ترلاسه كول وي۔ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز ووئيل جوماتونه ٬ منبر او محراب د قوم ذهن سازې ادارې دي او دې ادارو په هر سخت وخت كښې د قوم لارښودنه كړې ده۔ د رحمت للعالمینﷺ اتھارټی جوړولو مقصد جوماتونه ٬ امام باړې او خانقاګانې د قوم تربيتي مركزونه جوړول دي دغسې چې د اسلامي اقدارو په بنياد ټولنه جوړه كړې شي۔ علامه عارف حسېن واحدي ووئيل د هېواد استحكام لپاره به قوم له يو موټې كېدل وي او قام به په قرآن او سنت راجمع كول وي۔ نګهت هاشمي ووئيل تعليمي ادارې او عبادت خانې په رياست كښې مهم كردار لري ٬ علم عبادت او تزكيې ته هره ټولنه اړتيا لري۔ مولانا ضياﺀ الله شاه بخاري ووئيل مسجد نبوی ﷺ ته په اسلامي رياست كښې بنيادي حېثيت ترلاسه ؤ او دا د نياوي او ديني چارو مركز ؤ۔ صاحبزاده سلطان احمد علي باهو ووئيل امت ته په پېښو چېلنجونو يوازې د حضور نبي كريم (ص) په تعليماتو عمل كولو سره قابو موندلې كېدې شي۔ د اسلامي تعليماتو بنيادي فلسفه اجتماعيت او اتحاد دے۔ د دستورې په پايه كښې په سيرت النبي (ص) د مقاله جاتو او كتابونو په ليكوالو كښې پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ته اعزازی شیلډ او نغد انعامونه وركړې شول۔ په دې موقعه د هېواد پرمختګ او د مسلمانانو يو والي له دعا هم وكړې شوه۔
د حضرت محمد صلی الله علېه وآله وسلم پاك ژوند په هر مېدان كښې زمونږ لارښودونه كوي۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں