اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د هېواد په ځينې سيمو كښې د پېټرول او ډيزلو د مصنوعي كمي نوټس اخستو سره وئيلي دي د مصنوعي كمي ذمه وارو په ضد دې سخته كارروائي وكړے شي، د پېټروليم وزارت او اوګرا دې د راتلونكو 48 ساعتو نه تر 72 ساعتو د پېټرول رسنه باوري كولو لپاره ضروري اقدامات وكړي، د اولس په يوه طبقه كښې د كورونا په اړه لا اوس هم غلط فهمې شته چې لرې كول غواړي، د هېواد معاشي حالاتو تر مخه لاك ډاٶن ممكن نه دے، په ټولنه كښې د اضطراب پېدا كولو په ځائ به د دې صورتحال مقابله كول وي، د شوګر انكوائرې معامله به منطقي انجام ته رسولے شي، د چينو په بېعه كښې به په هر صورت كمې راولو، دا د پاكستان او د پاكستاني اولس جنګ دے، څوك چې هم په دې معامله كښې ككړ وي، په ضد به ئې كارروائي ضرور كولے شي ٬ دغسې كابينې د ارسا ټيلي مېټري سسټم شنډولو د معاملې پلټنو لپاره د كمېټې جوړولو او قابل كسان د سركاري ادارو د مشرانو په توګه د غوره كولو منظوري وركړې ۔ وفاقي كابينې وئيلي دي د كلونو نه د غېر فعاله سټيل ملز ټول بوج په اولس راځي، د هېواد په ګټه به د اصلاحاتو اېجنډا مخ په وړاندې بوتللې شي. كابينې د پولټري بېعه كښې د اضافې تفصيلي راپور هم طلب كړو. د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې وشوه. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د هېواد په ځينې ځايونو كښې د پېټرول او ډيزلو د مصنوعي قلت د راپورونو نوټس اخستے او هدايت ئې كړے چې د مصنوعي قلت جوړونكو په ضد سخته كارروائي وكړئ. كابينې نوټ كړه چې اوګرا او د پېټروليم وزارت د كومې هم پېټروليم كمپنې د سټورېج ځاې ته د داخلې او د معائنې كولو مكمل قانوني اختيار لري. كابينې د پېټروليم ډويژن ته هدايت وكړو چې پېټروليم ډويژن، اوګرا ، اېف آئي اے او د ضلعي انتظاميې پشمول چاپه وهونكې ډلې دې د پېټروليم كمپنو د ډپو معائنه وكړي، دوي سره به كوم هم ځائ ته د داخلې مكمل اختيار وي. د ذخيره كوونكو د ګرفتارې او د ذخيره شوو پېټروليم مصنوعاتو په زور د جاري كولو پشمول به د قانون له مخې كارروائې كولې شي.
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډه
مضمون کا ماخذ : bolão quina