اسلام آباد ۔ 8 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيا عثمان ډار سره د پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي د پاكستان تحريك انصاف مركزي سېكرټرېټ كښې خصوصي ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د اګست په 9 مه نېټه د لمانځلې كېدونكې ټائيګر فورس ډے او په ګرد هېواد كښې د اونو نالولو مهم تيارۍ حوالې سره خبرې اترې وشوې۔ د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار ووئيل د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې د 9 اګست حوالې سره تيارۍ ترسره كېدونكي دي۔ د وزیراعظم په كال لبېک وئيلي سره د لكھونو په شمېر ځوانان مېدان كښې موجود دي۔ چیف آرګنائز سېف اللہ خان نیازی ووئيل د ځوانانو خېر ښېګړه او د ماحولياتو ساتنه د پاكستان تحريك انصاف د انقلابي ايجنډے بنيادي اجزاﺀ دي۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلون ناوړه اثراتو مخنيوي له اونو او ځنګولونو ته وده وركول د وخت مهمه غوښتنه ده۔ ده ووئيل تحریک انصاف د تعليم رسنې انتظام نه تر روزګار په هر پړاؤ كښې خپلو ځوانانو سره دے۔ ده ووئيل ځوانان به خېرښېګړې او پرمختګ له نورې توانائۍ هم صرف كړي۔
خاص مرستيال عثمان ډار سره د سېف الله خان نيازي خصوصي ملاقات ٬ د اګست 9 مه نېټه د ټائيګر فورس ورځې لمانځلو او ګرد هېواد كښې د اونو نالولو مهم تيارۍ حوالې سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار