اسلام آباد 09 جولائی (اے پی پی) د تعلیم او پیشه واره تربیې وفاقی وزیرشفقت محمود وئيلي دي د هيواد ټولې تعلیمی ادارې به د 15 سمتبر څخه پرانستلې شي، د جولائی دويمې اوونۍ څخه به د اېس او پیز ترمخه فنی تعلیم او مدرسو ته د امتحانات اخستلو اجازه وي، د آختر نه پس به د پوهنتونونو اختیار وي چې 30 فیصده زدكونكې په هاسټلز كښې وساتي، تعلیمی ادارې به د سټاف او زدكوونكو د ټیسټ كولو پابندې وي، اګست كښې د كورونا وائرس وباﺀ جاج به اخستلې شي كه حالات ښه نه وؤ نو تعلیمی ادارې به نه پرانيځوو ۔ د زيارت په ورځ وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل تيره ورځ شوے د بین الصوبائی وزيرانو كنفرنس كښې په ستمبر كښې د تعلیمی ادارو پرانستلو ته سلا راغلې د كومې چې این سی او سی په غونډه كښې هم منظوری وركړې ده ۔ ده ووئيل د هيواد ټولې تعلیمی ادارې به د 15 ستمبر څخه پرانستلې شي۔ تعلیمی ادارو پرانستلو په اړه به اګست كښې د روغتيا پوهانو سره دوه غونډې كولې شي چې پكښې به د كورونا وائرس وبا جاج اخستلے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل كه حالات ښه نه وؤ نو تعلیمی ادارې به نه پرانيځوو۔ ده ووئيل د جولائی دويمې اوونۍ څخه تعلیمي ادارې امتحانات اخستلې شي دغسې مدرسو ته به هم د امتحانات اخستلو اجازه وي۔ امتحانات لپاره به په اېس او پیز عمل درآمد لازمی وي او كومې ادارې چې په اېس او پیز عمل نه كوي هغه به د امتحانات اخستلو څخه منع كولې شي۔ ده ووئيل تعلیمی ادارو ته به د استاذانو او سټاف رابللو او دفترو پرانستلو اجازه وي۔ پوهنتونونه د آختر نه پس 30 فیصده زدكونكې هاسټل ته رابللې شي كومو سيمو كښې چې د انټرنیټ آسانۍ نه شته یا كوم زدكوونكې چې تحقیقی كار كوي هغوي ته به پام لرنه كولې شي۔ده ووئېل ادارې به د سټاف او زدكوونكو د ټیسټ كولو پابندې وي۔ ده ووئيل۔ صوبو ته هم وئيلي شوي چې د اېس او پیز جوړولو لباره تجاویز وركړي۔ شفقت محمود ووئيل تعلیمی ادارې به مرحله وار پرانستلې شي۔ ده ووئيل د نجی تعلیمی ادارو مالی ستونزو څخه خبر يو هغوي لپاره په مختلف تجاویز غور روان دے په كومو به چې ډير زر پريكړه وكړے شي
اګست كښې به د كورونا وائرس وباﺀ جاج اخستلے شي كه حالات ښه نه وؤ نو تعلیمی ادارې به نه پرانيځوو ، وفاقی وزیر شفقت محمود
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا