اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي كراچۍ د اوميكرون مركز ګرځېدلے٬په لاهور او حېدرآباد كښې هم كيسزونه زيات شوي٬ د 27 نه تر 28 جنورۍ به د حالاتو تر مخه پريكړه كوو٬په سندھ كښې د ځايې حكومت نظام د آئين څخه متصادم دے٬وزيراعظم عمران خان په خېبرپښتونخوا٬اسلام آباد او پنجاب كښې بلدياتي قانون جوړولو سره په ټېټه كچه خلق د خپلواكه كولو لوظ پوره كړے٬په تحريك انصاف كښې وزيراعظم عمران خان چېلنج كونكے هېڅ څوك نشته۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل دا مهال په كراچۍ كښې د اوميكرون كيسونو مثبت شرح 40 فيصد ده٬د وړومبو چپو په مهال مو دومره د مثبت كيسونو شرح په كوم بل ښار كښې نه وه ليدلې٬اېن سي او سي اوس د درې ورځو د اوسط په بنياد پريكړه كوي٬زمونږ هڅه ده چې د خلقو صحت سره سره د هغوي روزګار ونه ځپلے شي۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چرته هم سكولونه بند كړې شوي نه دي البته د ماشومانو تحفظ لپاره پريكړه شوې چې د 12 كلونو څخه زيات عمر ماشومانو ويكسينېشن وكړے شي او تر 31 جنوري لږ تر لږه هغوي ته يو خوراك ضرور ولګولے شي٬ ده ووئېل په كومو ښارونو كښې چې د سكولونو دننه زيات ويكيسينېشن شوي هلته د مثبت كيسونو شرح كمه ده ٬ د دې نه علاوه 12 كلونو نه كم عمر ماشومان به په اونۍ كښې درې ورځې سكول ته ځي چې په كومو سكولونو كښې زيات كيسونه رامخې ته شو نو هغه به د يوې اونۍ لپاره بندولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په هوټلو او ريستوران كښې به ويكسينېټډ كسانو ته د ناستې اجازه وي
كراچۍ د اوميكرون مركز ګرځېدلے٬د 27 نه تر 28 جنورۍ به د حالاتو تر مخه پريكړه كوو٬په تحريك انصاف كښې د وزيراعظم عمران خان چېلنج كونكے څوك نشته۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام