اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د اطلاعات‘خپرونو او قامی ورثې وفاقی سیکتر شعیب احمد صدیقی وئيلي دي په قامی او نړيواله كچه د قامی ورثې ‘سيمه ايز كلتور او د ژبو ??دې ته اړتيا ده ، میډیا دې پھ رښتيا او د هېواد تشخص ته پام لرنه وكړي۔ ده د نهې په ورځ د كلتور او همغږۍ اوونۍ (17 نه تر 23 مارچ ) په اړه غونډې ته وينا كوله۔ د اطلاعات‘خپرونو او قامی ورثې دوه??ې وزيرې مریم اورنګزیب په سپارښتنه د اطلاعات وزارت سره اړوندې ادارې د هېواد سيمه ايز كلتوره ته د ??دې وركولو لپاره د كلتور او همغږۍ اوونۍ لمانځي۔ د اطلاعات او خپرونو سیکتر شعیب احمد صدیقی ډائریکټوریټ آف الیکټرانك میډیا اینډ پبلی کېشنز ته سپارښتنه وكړه چی د قامی ورثې ‘سيمه ايز كلتور ‘ملی نغمو ‘لوك موسیقۍ او د ژبو د عکاسۍ ډاکومنټری جوړه كړي او په سوشل میډیا او الیکټرانك میډیا ئې وچلوي۔ ده دا سپارښتنه هم وكړه چې د پاکستان ورځې په اړه ویډیوز بهر پاکستانو سفارتخانو ته ولېږي دغسې چې په نړيواله كچه د پاکستان كلتور او اعتدال خوښې تشخص رامخې ته كړې ش??۔ د اطلاعات سیکتر د راډيو په اهمیت رڼا واچوله ۔ ده ووئيل د پراخه ټرانسمېشن نیټ ورك د لارې د هېواد تر لرې پرتو سيمو نشریات رسولې كېږي
په قامی او نړيواله كچه د قامی ورثې ‘سيمه ايز كلتور او د ژبو ودې ته اړتيا ده ، میډیا دې پھ رښتيا او د هېواد غوره تشخص ته پام لرنه وكړي
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha