اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي)د بېلا روس نائب وزیراعظم پاکستان كښې كان كېندلو ٬ د كركيلې مشينرۍ٬ انجينئرنګ ٬ هېوي مشينرۍ او د كمرشل ګاډو پ??دا??ار له د سرمايه كارۍ وړاندېز وكړو۔ بېلاروس د پاکستان سرمایه کارو ته منسك سره نزدې د بېلا روس چين په انډسټريل پارك كښې سرمايه كارې هم ووئېل ۔د پاکستان په دور?? ر??غلي د بيلاروس نائب وزیراعظم ولادیمبر سیما شکو دا وړانديزونه د صنعت او پ??دا??ار وفاقي وزير غلام مرتضي خان جتوئي س??ه ملاقات كښې ك??ي۔ د بېلا روس نائب وزيراعظم د صنعتي او تجارتې پلاوي مشري كوي۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل پاكستان كښې د كركيلې مشينرۍ جوړولو او په خاص توګه د ټرېكټرو په صنعت له پراخه موقعې لري۔ وفاقي وزير د بېلاروس سرمايه كارو ته د ودانۍ تيګو كېندلو او پ??دا??ار كښې شريكې مرسته ته د ودې وركولو بلنه وركړه۔وفاقي وزير د بېلا روس سرمايه كارو ته په اكنامك زونز كښې د سرمايه كارۍ كولو هم بلنه وركړه۔ د بېلاروس اولس مشر او د صنعت وزیر هم پاكستان ته راغلې دي۔ د بېلا روس او پاكستان ترمېنځه دوه اړخيزه مرستې له بي ټو بي خبرې به د شورو په ورځ اسلام آباد كښې كېږي۔ په دې موقع به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ګڼ شمېر د دوه اړخيزه مرستې په لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو لاسليك هم كېږي۔د يادونې وړ ده د پاك چين ا??تص??دي لارې اعلان نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه مرسته زياته شوې او د نورو صنعتي هېوادونو غوندې بېلا روس هم د ا??تص??د په لړ كښې كردار ترسره كولو او د ګټې پورته كولو خوښي لري۔
د بېلاروس نائب وزیراعظم د صنعت او پېداوار وفاقي وزير غلام مرتضې جتوئي سره وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ