اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیرِ چوهدری نثار علی خان سره د جاپان سفیر تاکاشی کورائی او د آسټریلیا هائی کمشنر مارګریټ ایډمسن جلا جلا لېدلې دي ۔ د ملاقاتونو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د بيلو چارو په روانه مرسته خبرې اترې وشوي۔ دواړه سفیرانو لخوا د كوئټې پېښې غندنه او پھ قیمتی ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې د جمعې په ورځ د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان سره د جاپان سفیر تاکاشی کورائی ليدلې دې ۔ د جاپان سفیر ووئيل جاپان د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ كښې د پاکستانی اولس او قانون نافذ کونكو ادارو قربانیو ته د قدر په سترګه ګورې او سيمه كښې امن له د پاکستان هڅې ستائي ٬ ملاقات كښې د پاك جاپان دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا راغله۔ وفاقی وزیر ووئيل د امنيت ، قانون نافذ کونكو ادارو د اهلکارو د كار استعدادِ زياتولو او د دواړه هيوادونو ترمينځه استخباراتي معلومات ګډولو له موثره نظام رائج کولو په اړه هڅو او ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔ ۔ د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان سره د آسټریلیا هائی کمشنر وليدل او د ملاقات پھ مهال پھ دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په مرسته خبرې وشوي۔ د آسټریلیا هائی کمشنر د كوئټې پېښې غندنه كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه ۔ د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان ووئيل پاکستان آسټریلیا سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل د قاچاق مخنيوي ، بشري قاچاق مخنيوي ، د پولې مینجمنټ او سول ادارو د كار استعدادِ زياتولو په لړ كښې د يو بل تجربو او صلاحتیونو څخه استفادہ کولو ته اړتيا ده۔
د كورنيو چارو وفاقی وزیرِ چوهدری نثار علی خان سره د جاپان سفیر تاکاشی کورائی او د آسټریلیا هائی کمشنر مارګریټ ایډمسن جلا جلا وليدل
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی