اسلام آباد 12 اپريل (اے پي پي) د خزانې، محصولات او د صنعت او پېداوار وفاقي وزير محمد حماد اظهر وئيلي دي د تېر كال مارچ په مقابل كښې سږ كال د مارچ په مياشت كښې د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر 43 فيصده زيات شوي . د ګل په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ كښې وفاقي وزير حماد اظهر ووئيل د روان مالي كال په وړومبنو 9 مياشتو كښې سمندر پورې پاكستانيانو 21.5 اربه ډالره زرمبادله رالېږلې كومه چې د تېر مالي كال دې مودې په مقابل كښې 26.2 فيصد زياته ده . د تېر مال كال په دې موده كښې بهر مېشته پاكستانيانو 17 اربه ډالره ترسيلات زر رالېږلې وو. د پاكستان د سټېټ بېنك له مخې د جولائي نه تر مارچ كال 2021م د ترسيلات زر په اړه سعودي تر ټولو لوي هېواد ثابت شوے او پاكستانيانو په دې موده كښې د 5.731 اربه ډالرو زر مبادله هېواد ته رالېږلې كومه چې د تېر مالي كال دغې مودې په مقابل كښې 20 فيصد زياته ده . يو اے اي په دې لړ كښې دوهم لوي هېواد ثابت شوے او د دغې هېواد څخه په دې موده كښې پاكستانيانو د 4.526 اربه ډالرو زرمبادله هېواد ته رالېږلې. په دې فهرست كښې برتانيه او امريكا په دريم او څلورم نمبر دي. د پاكستان د سټېټ بېنك له مخې د فرورۍ د مياشتې په مقابل كښې د مارچ په مياشت كښې ترسيلات زر 20 فيصده زيات راغلي .
سمندر پورې پاكستانيانو د 9 مياشتو په مهال د 21.5 اربه ډالرو زرمبادله رالېږلې، تر ټولو زيات ترسيلات زر د سعودي څخه راغلي. د خزانې وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ