اسلام آباد30جون (اے پي پي) كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان کائره وئيلي دي پوهنتونونه يواځې سندونه وركوٶنكې ادارې نه دوي قامونو له قيادت وركوي٬ كه مونږ خپلو مقامي ژبو له تحفظ وركړو نو زمونږ كلتور به خوندي شي، په تاريخ كښې هم ھغه قامونه ژوندي پاتې كېږي كوم چې د خپل ماضي سره تعلق لري او ماضي سره د تعلق لرلو ذريعه هم دا ژبه ده۔ ده دا خبرې د زيارت په و رځ علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې د ژبو ډاکومنټيشن پحقله د تربيې نړيوال وركشاپ ته خپل خطاب كښې وكړې۔ ده ووئيل هېوادونو ته د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپاره اكېډمۍ او محققين د قامونه لارښوونه كوي، چرته چې دا كار اودرېږي يا كمزورے شي د ھغه قامونو حال زمونږ غوندې شي٬ نن به مونږ له هم علم او معلمينو پلو بېرته تلل وي۔ ده ووئيل كه مونږ خپلو مقامي ژبو ته تحفظ وركړو نو زمونږ كلتور به تحفظ ومومي
پوهنتونونه يواځې سندونه وركوٶنكې ادارې نه قامونو له قيادت وركوي٬ كه مونږ خپلو مقامي ژبو ته تحفظ وركړو نو زمونږ كلتور به هم خوندي شي۔ قمر زمان کائره
مضمون کا ماخذ : números dupla sena