لاهور 19 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان د آزمېښتونو د دور څخه وتللو سره د پرمختګ پلو روان شوے٬د پرمختګ رفتار تندولو له ضروري ده چې ټول قام او پھ خاص توګه سركاري انتظاميه جوش او جذبې سره كار وكړي٬ده دا خبرې په نېشنل سكول آف پبلك پالېسي كښې د 106م نېشنل منيجمنټ او 21م سينئر منيجمنټ كورس ګډون كونكو ته خطاب كښې وكړې۔اولس مشر ووئيل پ?? نړۍ كښې يوازې هغه قامونه پرمختګ كوي كوم چې د قامي چارو په لړ كښې د ژوند په هر پړاؤ متحرك او ذمه واره كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د چېلنجونو سره مخ ??امونه پ?? نړۍ كښې خپل مثبت كردار ترسره كولې شي۔ پاكستانې قام هم د تېرو 70 كلونو په مهال د بېلو چیلنجونو مقابله كوي او اوس د هغه قربانيو د ميوو ترلاسه كولو وخت راغلې۔ ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ د تعمير او فعاليت مراحل د پاكستان د جوړېدو جوش او جذبې متقاضي دي۔ ده ووئيل كه د قام او رياست ذمه وارو پھ زړونو كښې دا جذبه وي نو بيا چا ته د آئين او د پاسدارۍ لپاره وېنا كولو ته حاجت نه وي او نه اولس دا شكايت لري چې حكومت او رياستي ادارو مونږ د حالاتو په رحم او كرم پرېښودلې يو۔ ده ووئيل د كوم هم هېواد انتظاميه چې خپلې ذمه وا??ۍ ترسره كولو سره د خپلو اصولو پاسداري وكړي نو د پرمختګ په لاره كښې خنډان نه شي راولاړېدے۔ اولس مشر پھ دې موقع افسرانو له سندونه وركړل۔ په دې موقع د نېشنل سكول آف پبلك پالېسي رېكټر عظمت علي رانجها هم خطاب و??ړو??
پاكستان د آزمېښتونو د دور څخه وتللو سره د پرمختګ په پلو روان شوے
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania