كراچۍ 27 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي امن او امان د سندھ حكومت ذمه واري ده، كه د سندھ حكومت اوغواړي نو مونږ مرستي له چمتو يو، د غلو په ضد به د ترهه ګرۍ مقدمې درج كولې شي، كه څه ضرورت پیښ شو نو د كورنيو چارو وزارت به وركوي، رينجرز حاضر دي،د سندھ حكومت چې كله هم اوغواړي نو د غلو په ضد عملياتو كښې خذمات ترلاسه كولې شي۔ د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د دې خيالاتو څرګندونه د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه سره د زيارت په ورځ وزيراعليٰ هاؤس كښې د ملاقات په موقع كړې ۔جاري پريس ريليز له مخي ملاقات كښې وفاقي سيكريټري يوسف نسيم كھوكھر، ډي جي علي نواز، د قانون مشير ، چيف سيكريټري ممتاز شاه،د سندھ آئي جي مشتاق مهر هم موجود ؤ۔ په دې موقع د سندھ وزيراعليٰ سيد مرادعلي شاه ووئيل زمونږ حكومت د پكار حساس ساز او سامان انتظام كوي،ډير زر به د كچه سيمو څخه غله ختم كړے شي۔ده ووئيل پاكستان د خطرناكو هېوادونو په فهرست كښې په 6م لمبر ؤ اوس په 126م لمبر دے،په 2007 كښې د پيپلز پارټۍ حكومت ګرينډ عمليات كولو سره هائي ويز كليئر كړي ،كراچۍ كښې امن دومره خراب ؤ چې نو ګو ايرياز جوړ شوې وې، ټول سندھ د ګډو نه تر كوټړي بيراج كچه ايريا ده چې پكښې 5 ، 6 كلوميټره ځنګل هم دے۔ده ووئېل كشمور درې اړخيزه بارډر لرونكے ښار دے، پنجاب، بلوچستان او د سندھ بارډرز خپلو كښې تړي۔ده ووئيل په 23 مئي پوليس 8 تښتولې شوي كسان د شكارپور كچه سيمي څخه راخوشي كولو له عمليات كړي ، د بكتر بند ګاړي په خرابيدو پرې غلو بريد كړے چې پكښې دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي۔ وزيراعلي ووئيل تاسو د كورنيو چارو وزير ئې ، كله چې اوغواړې راتللے شئ ،مونږ به په ګډه كار كوو ، سنده ته په راتللو ستاسو هركلے كوو۔ وزير اعليٰ ووئيل ځيني حساس سامان پكار دے ، د هغي بندوبست د سندھ حكومت كوي،د كورنيو چارو وزارت دبه هم مرسته وكړي ډير زر به د كچه سيمو څخه غله ختم كړے شي
ډير زر به د كچه سيمو نه غله ختم كړے شي،د سندھ وزيراعليٰ د كورنيو چارو وفاقي وزير سره ملاقات كښې خبرې، د سندھ حكومت كه اوغواړي نو مرستي له چمتو يو، د غلو په ضد به د ترهه ګرۍ مقدمې درج كولې شي، شيخ رشيد
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II