اسلام آباد ۔ 26 دسمبر (اے پی پی) د توان وزارت (پاور ډويژن)د برېښنا وېش ٬ ترسيل ٬ لوډشېډنګ او بلنګ صورتحال ٬ نېټ ميټرنګ او نور معلومات آن لائن ترلاسه كولو د ’’روشن پاکستان‘‘ په نامه موبائل اېپليكېشن جاري كړو۔ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي چې حكومت د برېښنا په لوډشېډنګ د قابو موندلو او پېداوار كښې د زياتوالي وعده ترسره كړې۔ د واجباتو وصولۍ او د برېښنا غلا مخنيوي له ګامونه پورته كوؤ۔ د لائن لاسز شمېرې به هم د موبائل اېپلیکېشن د لارې ترلاسه كولې شي۔ دې نوي سسټم سره به صارفين د ډسټري بيوشن كمپنو د كاركردګۍ ا?? خپل فيډر څخه د برېښنا د رسنې جاج په خپله اخستلې شي۔ چارواكي به صارفين ته ځواب وركوؤنكي جوړوؤ۔ د نهې په ورځ د پاور ډويژن وزارت كښې د يو خبري كنفرنس په مهال سردار اوېس احمد خان لغاري د موبائل اېپلیکېشن اجراء وكړو۔ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په سوشل می??یا د لوډشېډنګ په اړه د ځينې عناصرو لخوا د حكومت بدنامولو هڅې ك??ږي۔ ده ووئيل حكومت د برېښنا لوډشېډنګ تګلار څو اونۍ وړاندې وركړې وو او د برېښنا پېداوار د زياتولو او د موبائل اېپلیکېشن جاري كول?? خپله وعده ئې ترسره كړې۔ ده ووئيل موبائل اېپلیکېشن سره به دوه نيم كروړه صارفين څه وخت هم رېفرنس لمبر څخه بشپړ ريكارډ ترلاسه كولې شي او ددې د لارې به هر وګړې ته زمونږ د ادارو د هرې ورځې كاركردګۍ په اړه معلومات ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د هېود په تاريخ كښې دا يو لوئے ګام دے۔ ده ووئيل دا مهال 4 زره څخه تر 4 نيم زره مېګاواټ برېښنا زياته ده۔ آئی پی پیز ته د ادائيګو طريقه كار موجود دے۔
د توان وزارت د ” روښانه پاکستان” په نامه موبائل اېپليكېشن جاري كړو
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا