اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پ??) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي پاكستان په ماحولياتي بدلون ??اب?? موندلو له سپېځل?? مرستې ته اړتيا لري٬ پرمختګ كړي هېوادونه دې د ماحولياتي بدلون اغېزو څخه بچ كولو له د پاكستان په څير د موسمياتي خطرو سره د مخ شوو هېوادونو فوري مرسته وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د بېن الپارلیمانی ائتلاف (آئی پ?? یو) د 12 نه د زياتو هېوادونو ګروپ سره ملاقات كښې وكړه۔ سپيكر په دې خبره زور راوړو چې موسمياتي بدلون يو لوي خطر دے ٬ په خاص توګه پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره دا زيات حساس دے۔ د سېلاب ٬ اوچ كالۍ ٬ د ګرمۍ د لاسه د ګليشيئر ويلې كېدو او د سمندري طوفانونو پ?? صورت مونږ يو شمېر ستونزو سره مخ يؤ۔ ده ووئيل حقه خبره دا ده چې فطري عمل كالعدم كېدے نه شي خو د انسانانو لخوا د دې تباهي محدود كولو له هڅې كېدې شي۔ راجه پروېز اشرف ووئيل په هېواد كښې د موسمياتي بدلون په تناظر كښې اسمبلۍ په راون آئي پي يو كښې د يو ب??ړن?? آئټم وړاندې كولو وړاندېز وركړے ۔ په دې وړاندېز كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړلې شوے چې هغوي د روانې بېړنۍ مرستې نه وړاندې پام وكړي۔ ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو ترسېوري لاندې د يو نړيوال كنفرنس كولو هم وئېلې دي دغسې چې د موسمياتي بدلونونو دلاسه ستونزو سره مخ شوو هېوادونو لپاره د يو فنډ په جوړولو د خيالاتو څرګندونه وكړې شي۔ سپيكر په سفارتكارو زور راوړو چې هغوي خپلو حكومتونو ته د موسمياتي بدلونو پ?? ??اب?? كولو كښې پرمختګ كوؤنكې نړۍ سره د مرستې پېغام وركړي۔ په غونډه كښې د بوسنیا او هرزیګووینا، بلغاریه، کېنېډا، قبرص، جمهوریه چیک، فرانس، هنګری، پولېنډ، پرتګال، رومانیه، سپېن، سویډن، سوئټزرلېنډ، ترکی، ناروے، برطانیې او اټلی استازو ګډون كولو۔