اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د پاكستان ټېلي كميونيكېشن اتهارټي چيئرمېن ته د سوشل ميډيا مثبت ٬ تعميري او د غوره تعامل ميډيم په حېث كارېدل باوري كولو له د معياري وضعې جوړولو سپارښتنه كړی۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ داخله وزارت كښې د اعلٰی كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔غونډه كښې داخله سېكتر٬د پي ټي اے چيئرمېن٬اېډووكېټ جنرل٬د نادرا چيئرمېن٬د اسلام آباد پوليس ٬ اېف آئي اے او د وزارت مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔داخله وزير د سوشل مېډيا پليټ فارمز په مثبت توګه كارول باوري كولو له د تګلارې په جوړولو سلا يوه كولو له د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګانو غونډې رابللو خواست وكړو۔ داخله وزير د نادرا او پي ټي اے چيئرمېنانو ته سپارښتنه وكړه چې هغوي دې په ګاونډيانو٬جمهوري او پرمختګ كړې هېوادونو كښې د اړوندو قانونو او ريګوليټري فريم وركس جاج واخلي دغسې چې يو داسې نظام وضعه كړې شي په كوم كښې چې په آزادۍ سره د رائے څرګندونې په نوم د ناوړه كارېدو څارنه باوري كړې شي۔داخله وزير د پي ټي اے چيئرمېن ته امر وكړو چې هغه په سول سوسائټۍ او مركزي هلو ځلو كښې شاملې د مېډيا پشمول د ټولو شريكوالو سره پھ سلا او د قانوني تګلارې ترمخه د لارښودنې اصول وضعه كړي دغسې چې د سوشل مېډيا تعميري مقاصدو له كارول باوري شي۔داخله وزير خارجه دفتر ته په سوشل مېډيا د سپكاوي موادو په مسئله د او آئي سي عمومي سېكتر او د او آئي سي په كچه د غونډې رابللو د كومې چې هغه د پاكستان راتږ پھ مهال د كورنيو چارو وزير سره ملاقات وعده كړې وه په حقله د رابطو ووئيل۔داخله وزير ووئيل پاكستان په دې مسئله د او آئي سي كنفرنس كوربتوب كولو ته چمتو دے۔داخله وزير ووئيل د جمهوري حكومت په سوب وګړو ته د رائے په آزادۍ څرګندونه او د دغې ساتنه باوري كول زمونږ ذمه واري ده ولې بيا هم دې سره سره په مونږ د هېواد د آئين او قانون ترمخه د سوشل مېډيا د آزادۍ پھ نامه په وګړو او ادارو د بريدونو مخ نيوي كولو ذمه واري پرته ده۔ده ووئيل په سوشل مېډيا د يو شمېر حلقو لخوا په ځينو وختونو كښې ناوړه پروپیګنډې رامخې ته كېږي۔ داخله وزير د اېس او پيز ابتدائي مسودې په يوه اونۍ كښې د جوړولو هدايت وكړو دغسې چې په دې لا غور وكړې شي۔د داخله وزير په هدايت د وزارت لخوا د بهرنيو اېن جي اوز رجسټرېشن په اړه تګلارې سره په اړونده معامله داخله وزير امر وكړو چې هغه دې په دې لړ كښې په ځنډولې شوو خواستونو پريكړې لپاره په يوه مياشت كښې دننه تګلاره وضعه كړي۔داخله وزير د نړيوالو اېن جي اوز رجسټرېشن له د آسانۍ وركولو لپاره داخله سېكتر ته د نادرا په مرسته د دفتر جوړولو هم امر وكړو۔
په سوشل ميډيا زيان رسونكې پروپېګنډو سره زمونږ سماجي٬كلتوري اقدارو٬ادارو او نوې نسل لپاره په پېښو خطرو كوم ضمير لرونكې انسان چپ پاتې كېدې نه شي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena