اسلام آباد 27 ستمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي علماء کرام او هر مكتبه فكر شخصيات دې د فرقو ٬ د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او د ت??هه ګرۍ خاتمې له بشپړه كردار تر سره كړي٬ فرقه وارانه همغږي او ملي يوالې زياتول د وخت مهم ضرورت دے ۔ د نهې په ورځ د امام حسېن مركزي كونسل د ډاكټر غضنفر مهدي په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اسلام د امن او د سوله ايز سباٶن مذهب دے٬ د دين بزرګانو د امن ٬ روادارۍ او د مينې پېغام خپور كړې او د ھغٶې د هلو ځلو سره د نيمې وچې خلقو اسلام قبول كړې۔ ??ه ووئيل انتها خوښي او ت??هه ګري ټولنې لپاره ناسور دے او د دين د بزرګانو په تعليماتو عمل كولو سره د دې لعنت څخه خلاصې ترلاسه كېدې شي ۔ ??ه ووئيل د پاكستان دښمنان د قام وېشلو سازشونه كوي خو د پاكستان اولس د ھغوي ناوړه عزائم ناكامه كولو له يو موټې دي۔ ??ه ووئيل مونږ په مړانه او جرأت سره خوږ هېواد د قائد اعظم پاكستان جوړ كړے چې پكښې د يو بل د عقيدې ٬ افكارو او نظرياتو زغمل شامل دي او چې پكښې مذهبي كركه (منافرت) او فرقه وارانه وېش نشته۔ پلاوي وفاقي وزير د خپلو معملو او مسئلو نه خبر كړو ۔ د پلاوي غړو هېواد څخه د ت??هه ګرۍ او انتها خوښۍ لعنت خاتمه له د بشپړه مرستې باور وركړو ۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت به د محرم الحرام په موقع هېواد كښې ښه امنيتي انتظامات باوري كوي۔ ??ه ووئيل محرم الحرام په عقیدت او احترام سره لمانځلې شي او د محرم احترام به كولې شي ۔ د پلاوي په غړو كښې صاحبزادہ مجبتیٰ فاروق ګل بادشاہ پیر آف موهړہ شریف، علامہ سیّد اظهار ب??ار??، ذیلدار سیّد احسن شاہ، علامه عظمت اﷲ سلطان، صاحبزادہ عمر فاروق، شېخ مظهر علي، علامه سلیم حېدري، صاحبزادہ سیّد محمود احمد، سیّد مطیع الحسنېن شېرازي، طارق منظور طارق، پاسټر پروېز یعقوب، پنډت چنا ??عل?? علامه زاهد عباس کاظمي او احسن لودھې شامل وو۔(ض ض/ګ ل/وس/2155)
علماء کرام او د هر مكتبه فكر شخصيات دې د فرقو ٬ د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او د ترهه ګرۍ خاتمې له بشپړه كردار تر سره كړي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ