لاهور ۔19فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په پاکستان کډنی ولیور ټرانسپلانټ انسټیټیوټ (پی کے اېل آئی ) لاهور كښې د بې وزله رنځورانو درملنو لپاره د خصوصي فنډ جوړولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې په انسټیټیوټ كښې دې د بې وزله اولس وېړيا درملنو نظام عصري كولو پلو پام وګرځولے شي او په دې لړ كښې دې د 50 فيصده رنځورانو وېړيا درملنې وكړې شي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاکستان کډنی اینډ لیور انسټیټیوټ (پی کے اېل آئی) كښې بې وزله وګړو لپاره د عصري او وېړيا درملنو آسانيو جاج اخستو غونډه د اتوار په ورځ لاهور كښې وشوه۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته خپله وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پی کے ایل آئی لخوا په ځائې كړې شوې هیپاټائټس پروېنشن اېنډ ټریټمنټ پروګرام دې په سمدستي توګه يو وارې بيا د پی کے اېل آئی تر نګرانۍ لاندې كړې شي۔ ده ووئيل په انسټیټیوټ كښې دې د بې وزله اولس وېړيا درملنو نظام عصري كولو پلو پام وګرځولے شي او په دې لړ كښې دې د 50 فيصده رنځورانو وېړيا درملنې وكړې شي۔ ده په دې موقعه د بې وزله رنځورانو درملنو له د خصوصي فنډ جوړولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم ته په دې مهال بريفنګ كښې ووئيلې شؤ چې په پی کے ایل آئی كښې د سرجري استعداد په بشپړه توګه زياتولو له كار كولې شي٬ په روان وخت كښې 41 فيصده رنځورانو ته د وېړيا درملنو آسانۍ وركولې شي۔ په غونډه كښې د پنجاب نګران وزيراعلی محسن رضا نقوی، چیف سېکتر زاهد اختر زمان، د پنجاب هېلت سېكتر احمد جاوید قاضی، د پی کے اېل آئی بورډ آف گورنرز ډاکټر سعید اختر، مجیب الرحمن شامی او د بورډ نورو غړو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د وزیراعظم په پاکستان کډنی ولېور ټرانسپلانټ انسټیټیوټ كښې د بې وزله رنځورانو درملنو له د خصوصي فنډ جوړولو هدايت
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ