اسل??م آباد 11 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د كشميري اولس ستونزې پھ غوره ډول نړغ ته په ډاګه كولو له د او آئي سي آزاد جمو كشمير او لائن آف كنټرول دوره كونكې د خپلواكه بشري حقونو مستقل كميسون راپور بايد خپور كړې شي ٬او آئي سي په سيمه ايز او نړيواله كچه مهم كردار لري۔ده دا خبرې د او آئي سي عمومي سېكتر ډاكټر يوسف احمد سره د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړې۔وزيراعظم په پاكستان كښې د عمومي سېكتر تود هركلے وكړو او وې وئېل ا?? آئي سي په سيمه ايز او نړيواله كچه مهم كردار لري۔ده د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د جمو او كشمير اولس سره د يو والي په څرګندونه د او آئي سي او د وروڼو اسلامي هېوادونو مننه وكړه۔??ه ووئيل سيمه ايز امن او خوشحالي ته اوسنې حكومت پام لرنه كوي۔پاكستان په شريكه ګټه د اقتصادي پرمختګ لپاره اسلامي هېوادونو سره همكاري غواړي او دې لپاره او آئي سي مهم كردار ترسره كولې شي۔وزيراعظم د او آئي سي عمومي سېكتر ته د او آئي سي پھ مقاصدو او اهدافو كښې د مرستې او د فعاله رابطې باور وركړو۔ډاكټر يوسف احمد په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل پاكستان د او آئي سي يو مهم غړے دے٬پاكستان د دې فورم د لارې سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره مهم كردار ترسره كړې۔??ه وزيراعظم ته په اسل??م آباد كښې د اي سي او د مشرانو پھ كاميابه 13مه غونډه مباركي وركړه۔د ملاقات په مهال د وزيراعم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي د او آئي سي د آسيائي چارو ډائرېكټر سفير علي ابوالحساني شاه رضا او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو
د كشميري اولس ستونزې پھ غوره ډول نړۍ ته په ډاګه كولو لپاره د او آئي سي آزاد جمو كشمير او لائن آف كنټرول دوره كونكې د بشري حقونو مستقل كميسون راپور بايد خپور كړې شي
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea