اسلام آباد۔23جون(اے پی پی)د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د “قومي انټلېجنس رابطه کمېټۍ” خصوصی غونډه د شورؤ په ورځ انټر سروسز انټېلېجنس سېکرېټرېټ اسلام آباد كښې وشوه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري كړي بيان له مخېډائرېکټر جنرل انټر سروسز انټېلیجنس لېفټېننټ جنرل فیض حمید انټېلیجنس سېکرټرېټ ته په رسېدود وزیراعظم او وفاقي وزيرانو هركلے وكړو ۔ غونډه كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري ٬ د سروسز انټلېجنس ادارو ٬ انټېلېجنس بېورو او د وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئی اے) مشرانو ګډون كولو۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته د استخباراتي مرستې زياتولو په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو او په دې د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ دغسې وزیراعظم د قومي انټېلېجنس کوآرډينېشن کمېټۍ هڅې ستائلو سره د دې كمېټۍ په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د “قومي انټلېجنس رابطه کمېټۍ” خصوصی غونډه ،د استخباراتي مرستې زياتولو په اړه بريفنګ وركړے شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں