اسلام آباد۔6 مئی(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز په بلنه د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په درې ورځنۍ سركاري دوره روانېږي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د كابينې نور وزيران به هم وزيراعظم سره وي۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم سعودی مشرتابه سره د معيشت ٬ تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬پاكستاني خواري كښو لپاره د ملازمتونو موقعو او سعودي عربستان كښې د مېشته پاكستاني وګړو مسئلو په شمول د دوه اړخيزه مرستې ټولو څانګو حوالې سره د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دورې په مهال به د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې كولې شي۔ هيله ده چې د دورې په مهال دوه اړخيزه لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه هم لاس ليك شي۔ وزیراعظم عمران خان به د خپلې دورې په مهال د اسلامی مرستې تنظيم سېکرټری جنرل ډاكټر یوسف، ورلډ مسلم لیګ سېكرټري جنر محمد بن عبدالکریم، ال عیسیٰ او د حرمېن شريفېن امامانو صاحبانو سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم عمران خان به جده كښې مېشته پاكستاني وګړو سره هم ملاقات كوي۔ پاكستان سعودي عربستان سره په يوه عقيده ٬ تاريخ او دوه اړخيزه مرسته اډانه پخوانۍ اړيكې لري۔ د پاكستان اولس خادم الحرمېن الشریفېن ته د احترام او قدر په سترګه ګوري او دا دواړه هېوادونه په ټولو څانګو ٬ بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته د پېښو ستونزو حل كولو كښې د يو بل مرسته كوي۔ سعودی عربستان د جموں و کشمیر مسئلې حل له د جوړ كړې شوي او آئی سی رابطه ګروپ غړے دے۔ دې سره سره سعودي عرب دې لحاظ سره هم اهميت لري چې د 20 لكه نه زيات پاكستاني وګړي د سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ د پاكستان او سعودي عربستان نزدې مرستې او د ورورولۍ اړيكو ته وده وركولو كښې د اعلی كچې دورې ډېر مهم كردار ترسره كوي۔
وزير اعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز په بلنه د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په درې ورځنۍ سركاري دوره روانېږي۔ يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه به لاس ليك كولې شي
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن