اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي د کشمير په اړه د غدارۍ فتوې مه وركوې ٬ څوك د مور زوې د كشمير يو ا??چ هم نه شي خرڅولے٬ د آزاد كشمير د اولس حق دے چې ھغوي ته په انصاف اډانه حكومت وركړے شي، مونږ په دې لړ كښ?? وژن لرو٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت كه په كشمېر كښ?? جوړ شي نو مونږ به هلته د تعليم او صحت سهولتونو سر?? سر?? د سړكونو انفراسټركچر ور كوٶ۔ ده د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د مسلم ليګ ن غړي انجينئر خرم دستګير د اعتراض د نكتې ځواب وركولو۔ د دې نه وړاندې انجينئر خرم دستګير ووئيل د جولائي 13مه نيټه د كشمير د شهيدانو ورځ ده٬ په دا ورځ كشميريانو خپل حق لپاره غږ پورته كړے او دوي شهيدان كړې شوي۔ده ووئېل د لكهونو په شمېر كشميريان شهيدان شوي او د زرګونو په شمېر د مېرمنو سپكاوے شوے ٬ مقبوضه کشمير كښ?? د بې دركه كسانو اجتماعي قبرونه موندلې شوې۔ ده ووئيل په 25م جولائي كېدونكې ټاكنې سپېځلې او پاكې كولو سر?? دې هند ته دا باور وركړے شي چې مونږ پاكستان سر?? پاتې كېدونكو كشميريانو ته بشپړه جمهوري حقونه وركړي۔ ده ووئيل په 25 جولائي په آزاد کشمير كښ?? پاكې او سپېځلې او د لاس وهنې نه پاكو انتخاباتو كولو دې په سنجيدګۍ سر?? مظاهره وكړې شي۔ د دې په ځواب كښ?? علي محمد خان ووئېل د کشمير اليکشن مونږ ټولو لپاره مهم دے٬ هلته د بريا او بېلات نه زياته مهمه خبره دا ده چې مونږ له ثابت كول دي چې د لائن آف كنټرول بلې غاړې ته چې كوم جبر او ظلم كېږي زمونږ اړخ ته د ھغې په مقابل كښ?? دومره انصاف او جمهوريت رائج دے۔ ده ووئيل د بېلا بېلو ګوندونو سياسي مشران كشمير ته روان دي٬ مونږ ته درس راكوٶنكي بايد دا سوچ وكړي چې د ښه عمل پېل د خپل كور نه پكار دے۔ ده ووئيل د کشمير په اړه د غدارۍ فتوې مه وركوې٬ يو د مور زوې هم د كشمير يو انچ نه شي خرڅولے٬ د آزاد كشمير د اولس حق دې چې ھغوي ته په انصاف اډانه حكومت وركړے شي۔ده ووئېل مونږ په دې لړ كښ?? وژن لرو٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت كه په كشمېر كښ?? جوړ شي نو مونږ به هلته د تعليم او صحت سهولتونو سر?? سر?? د سړكونو انفراسټركچر ور كوٶ۔
د کشمير په اړه د غدارۍ فتوې مه وركوې ٬ څوك د مور زوې د كشمير يو انچ نشي خرڅولے۔ د علي محمد خان قامي اسمبلۍ ته ځواب
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری