اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي حکومت د رائے د اظهار په آزادۍ پوخ باور لري٬ په هېواد كښې د آزاد او ذمه واره صحافت ودې لپاره هڅې كوٶ، ميډيا لپاره ساز ګار ماحول باوري كولو لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوٶ، د خبريالانو خېرښګرې او تحفظ لپاره ژرنالسټ پروټېكشن بل وړاندې كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبره د اېبټ آباد پرېس كلب د عهدېدارانو پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ وفاقي وزير سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړې علي خان جدون هم موجود ٶ۔ په ملاقات كوٶنكي پلاوي كښې د اېبټ آباد پرېس كلب صدر محمد عامر شهزاد خان جدون، عمومي سېكتر راجه محمد هارون، سينئر نائب صدر طارق جدون، جوائنټ سېکتر محمد هارون تنولي، د هزاره ژورنالېسټس اېسوسي اېشن صدر تېمور جدون او عمومي سېكتر لقمان شاہ شامل وو۔ د اېبټ آباد پرېس كلب صدر وفاقي وزير د رامخې ته مسئلو او نورو چارو نه خبر كړو۔ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل د كرونا په سبب چې يو خوا د ټولنې نورې طبقې متاثره شوې نو هلته خبرياله ورورولي هم ځپلې شوې ۔ ده ووئيل خبريالانو لپاره هم د صحت انصاف كارډ وركولو په تجويز غور روان دے دغسې چې خبريالانو ته هم د دارو درملو غوره آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل د پرېس كلبز د ممبر شپ طريقه كار داسې وضع كړې چې د عامو خبريالانو ډاډګيرنه وكړې شي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل پي ټي وي ٬ راډيو پاكستان او اے پي پي كښې د نورو سيمه ايزو ژبو غوندې د هندكو ژبې ترويج هم پكار دے۔ وفاقي وزير د اېبټ آباد پرېس كلب لخوا د دورې بلنه قبوله كړه او زر تر زره د اېبټ آباد پرېس كلب دورې ئې باور وركړو۔ د اېبټ آباد پرېس کلب صدر د خپلو نورو عهدېدارو لخوا تېر كال د اېبټ آباد پرېس كلب په 40 كلن دستورو كښې د سېنټر شبلي فراز د ګډون هم مننه وكړه۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وزات سينئر چارواكي هم موجود وو
حکومت د رائے د اظهار په آزادۍ پوخ باور لري٬ په هېواد كښې د آزاد او ذمه واره صحافت ودې لپاره هڅې كوٶ
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی