اسلام آباد 30دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د ګوند په آئين د نظرثانۍ كمېټۍ وړاندېز په رڼا كښې د نوې آئيني سكيم منظوري وركړې۔ د پاكستان تحريك انصاف د سنټرل ايګزېكټو كمېټۍ مهمه غونډه د وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې خارجه وزير او وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او مركزي عمومي سېكرټري اسد عمر پشمول د سنټرل ايګزېكټو كمېتۍ غړو ګډون كولو۔د پاكستان تحريك انصاف مركزي مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د تحريك انصاف په آئين د نظرثانۍ لپاره د جوړی كړې خاص كمېټۍ په وړاندې كړو سفارشات غور وشو۔ وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د ګوند په آئين د نظرثانۍ كمېټۍ وړاندېز په رڼا كښې د نوې آئيني سكيم منظوري وركړې۔د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان د مركزي عمومي سېكرټري په مشرۍ كښې نومولے شوو ذمه وارو ته تر لاندې كچې د تنظيم سازۍ عمل زر تر زره بشپړولو له سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم عمران خان ووئيل تحريك انصاف د پاكستان مقبول او منظم سياسي قوت دے٬په سياسي او انتظامي توګه تر لاندې كچه اولس اختيارمنده جوړولو هدف پلو روان يو۔ده ووئيل د قامي تعمير او پرمختګ په عمل كښې د سماج غريبې طبقې خېرښېګړی ته خاص پام كوو٬د صحت كارډ نه د راشن تر ارزانو سكيمونو حكومت د فلاحي رياست په طرز د اولس خېر ښېګړی لپاره غېر معمولي وسائل خرڅ كوي۔ده ووئيل د تحريك انصاف كاركنان دې د حكومت د فلاحي منصوبو ميوې اولس ته رسولو په عمل كښې ګډون وكري۔ده ووئيل د تحريك انصاف انتظاميې ذمه داران دې په هره كچه خپل ځان منظم او د سباؤن د سياسي چېلنجونو مخ نيوي لپاره چمتو كړي
وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف د سنټر ايګزېكټو كمېټۍ مهمه غونډه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار