اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې او د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات پارليماني سېكرټرې كنول شوذب وئېلي دي حكومت د اولس خېرښېګړی لپاره ټول وسائل كاروي٬د هېواد په معيشت كښې په رېكارډ كچه وده ليدلې شوې او حكومت د احساس پروګرام د لارې غريبو خلكو ته رېليف وركوي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې دې ووئيل د بيډ ګورننس٬كرپشن او سياسي انتقام تور دور ختم شوے ٬د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تحريك انصاف حكومت د هېواد معيشت ښه والي لپاره كوټلې اقدامات پورته كوي۔دې ووئيل پخوانې وزيراعظم ميا نواز شريف په طبي بنيادونو د علاج لپاره بهر هېواد ته تللے ؤ خو تر نن ورځې هغه د لندن په كوم هم روغتون كښې خپل علاج نه دے كړے٬عدالتونو هغه اشتهاري او مفرور ګرځولے ٬چې كله هم بېرته راشي هغه به په عدالتونو كښې د خپلو بدعنوانو مقدمو ته وړاندې كېږي
حكومت د اولس خېرښېګړی لپاره ټول وسائل كاروي۔پارليماني سېكرټري كنول شوذب
مضمون کا ماخذ : پاور بال