اسلام آباد 03 نومبر(اے پی پی)د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د المان سفير الفريډ ګراناس ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په مهمو چارو او په سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وياند له مخې د پاك فضائيه مشر د اتحادي ګوندونو سره د ټېكنالوجۍ سمارټ حصول٬د تنصيبات اپ ګرېډېشن او د تربيت د سره بيا تشكيلولو د لارې پاك فضائيه په جديد ډول د استوارولو پراخه پروژو ذكر وكړو۔د پاك فضائيه مشر په دې خبره هم رڼا واچوله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه بې مثاله تزويراتي شراكتداري قائمه ده۔ده د دواړو ځواكونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو او عسكري مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے هم وكړو۔د پاك فضائيه مشر ووئيل پاكستان المان سره خپلې قوي سفارتي٬اقتصادي او دفاعي اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري كومې چې په سيمه ايز امن٬سلامتيا او استحكام په اړه په ټولو چارو اډانه دي۔خاص مېلمه د سېلاب له امله په ځاني زيان د پاكستان اولس سره غمرازي ښكاره كړه او د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ لپاره يې د پاك فضائيه هڅې وستائېلې۔سفير د پاك فضائيه اهلكارو پېشه وره پوهې او د تېرو كلونو په مهال د پاك فضائيه لخوا په خاص توګه د خودانحصارۍ په مېدان كښې د شوي غېر معمولي پېشرفت ستائنه هم وكړه
د پاك فضائيه مشر ظهير احمد بابر سره د المان سفير ملاقات
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria